یوهلک او یوه ښځه په ډزو وژل شوي

فاریابپه فاریاب کې دوه تنه د ناروا جنسي اړیکو په تور وژل شوي دي. دا پیښه د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالې په (ینګي قلعه) کلي کې شوې ده. د دغه کلي اوسیدونکي وايی یو هلک او یوه ښځه د خلکو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

دوی وايی دا کسان له هغه وروسته د خلکو له خوا ووژل شول چې د جمعې په شپه دوی دواړه د ښځې په کور کې پیدا شول، خلک د شپې په دوو بجو د دوی کور ته ورغلي او دواړه یې په ډزو وژلي دي.

د خواجه سبز پوش ولسوالې پولیس وایي پیښه د ښځې په کور کې شوې ده. سرچینه وایي هلک (عزیزالله) نومي چې د دغه ولسوالې د (غزاري) د کلي اوسیدونکی و او ښځه څه موده مخکې د مینګ جمال په نامه د یوه بل شخص له خوا طلاقه شوې وه.

د دې کلي اوسیدونکي وايي: ((د ښځې میړه ایران ته د کار له پاره تللی و، دوې میاشتې مخکې یې ښځه چې اوس وژل شوې  نیژدې شل ورځې ورکه وه، میړه یې هیواد ته راغی ښځه یې پیدا او طلاقه یې کړه.))

د ښځې کورنې په دې اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کړې ده. د دغه سیمې یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یي یاد شي وايی د هلک خپلوانو خپل مړی د غزاری کلي ته وړی جنازه یې کړې او خاورو ته یې سپارلی دی، خو د ښځې کورنې خپل مړی د جنازې له لمانځه پرته خښ  کړی دی.

دا سرچینه وايی ښځه ځکه له جنازې پرته خاورو ته سپارل شوې چې د ښځې د کورنې غړو او دیني عالمانو ویلي هغه د ( غیر اخلاقي) اعمالو له امله وژل شوې نو د جنازې لمونځ یې باید ونه شي او د دوو درېیو تنو له خوا باید خښه شي.

د فاریاب محلي چارواکو او امنیتي مسولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د شمال په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو له خوا صحرایي محکمو پیښې هم ډیرې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.