یوه امریکایې جنرال د کیم جینګ اون د وژل کیدو مشوره ورکړې ده

د امریکا د اوهایو ایالت د وسله والو ځواکونو قومندان جان کاسیچ وايي، باید د شمالي کوریا ولسمشر کیم جینګ اون ووژل شي او ددغه کار لپاره منظم پلان ته اړتیا ده.

هغه ولسمشر ټرمپ ته مشوره ورکړې، چې د میلیونونو انسانانو د وژلو پر ځای دې یو کس ووژل شي او د هغه په وژنې سره به د زرګونه کسانو ژوند وژغورل شي. کاسیچ زیاته کړې، چې که د کیم جونګ مخه ونه نیول شي نو د یوې اټومي جګړې پېښېدل ناشوني نه دي او ښايي شمالي کوریا په دغه کار لاس پورې کړي.

هغه د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی، چې وخت دې نه ضایع کوي او پر وخت دې د شمالي کوریا د ازمویښتونو او ورانکاره هڅو مخه ونیسي.

د جان کاسیچ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د آمریکا له ټولو ګواښونو سره سره شمالي کوریا تیره ورځ بل بالستیکي توغوندئ هم ازمویلی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.