یوه پاکستانی نظامي الوتکه لویدلې ده

د پاکستان یوې نظامي الوتکې نن سهار په پنجاب ایالت کې سقوط کړی دی.
د راپورونو له مخې میراج ۲۰۰۰ ډوله نظامي الوتکه نن په پنجاب ایالت کې د پرواز په حالت کې وه، چې ناڅاپه یې سقوط کړی دی. خو د سقوط لامل یې نه دی روښانه شوی.
پاکستاني چارواکي وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي خو د الوتکې پيلوټ ژوندی دی. ددوی په وینا کله چې په الوتکه کې ستونزه پیدا شوې پيلوټ له الوتکې وتلی دی او الوتکه لوېدلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.