یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي

پوليسپه کندهار کې یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي دي. دا پیښه د دغه ولایت په شاولي کوټ ولسوالې کې شوې ده. په کندهار کې امنیتي سرچینې وایي دا پیښه تیره شپه د کندهار ـ ارزګان په لاره په یوه پوسته کې شوې او د پیښې عامل وسله والو طالبانو ته ورغلی دی.

طالبانو ویلي چې دا کار هغه چا کړی چې له دوی سره په اړیکه کې و او تر پیښې وروسته دوری ته ورغی دی. تر دې وړاندې هم په کندهار او نورو ولایتونو کې دا ډول پیښې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.