یوې الوتکې په بادغیس کې یاغیانو ته وسله کوزه کړې

یاغیانله سیمې څخه ترلاسه شوي خبرونه په ډاګه کوي،‌چې په بادغیس کې یوې الوتکې چې معلومه نده چا پورې تړاو لري د داعش تر کنټرول لاندې سیمه کې ناسته کړې او وسله والو یاغیانو ته یې وسله کوزه کړې ده.

د کهنژ په نوم یو خبري چینل وايي، د بادغیس د ولایتي شورا غړو دا خبر تاييد کړی دی، خو د بادغیس دولتي چارواکي یوازې د یاد ولایت په سرحدي سیمو کې د یوې څرخۍ د ګرځېدو خبر تاييد کړی دی.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر محمد ناصر نظري وايي: الوتکې د بالامرغاب ولسوالۍ په چپ قول سیمه کې ناسته کړې، او یاده سیمه کې د داعش جنګیالي دي، چې اکثره یې چچیني، ازبک، پاکستاني او عرب وګړي دي. نظري وايي، ځايي خلکو ددې الوتکې ناسته لیدلې.

نظري وايي، موضوع یې له ولایتي‌ چارواکو سره شریکه کړې او تمه لري‌چې دا راپور په زر تر زره مرکز ته هم واستول شي. په همدې حال کې د بادغیس د پولیسو مشر عبدالروف تاج وايي؛ ځايي خلکو د الوتکې د ناستې په اړه خبر ورکړی خو د بالامرغاب د پولیسو مشر او استخباراتي چارواکو دا خبره نده تایید کړې. خو د بادغیس ولایت ویاند اشراف الدین مجیدي د کشفي‌ ارګانونو په تاييد سره په بالامرغاب کې د الوتکې ګرځېدا تاييد کړې خو ناسته یې ردوي.

هم د پولیسو مشر او هم د والي‌ ویاند په بادغیس کې دداعش حضور رد کړ او وايي په دې نوم لا په یاده سیمه کې څوک نشته. چپ قول د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د فاریاب له غورماچ سره تړلې سیمه ده او د ولایتي شورا د ریس په وینا له څو کلونو راهیسې یاده سیمه د طالب یاغیانو تر ولکه لاندې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.