یو افغان پناه‌ غوښتونکي په آسټرالیا کې ځان سوځولی

خدایار امیني هغه افغان و چې بېرته افغانستان ته د لېږدېدو له وېرې یې د یکشنبې په ورځ آسټرالیا کې ځانته اور ورته کړ.

خدایار امینيهغه په داسې حال کې چې د مهاجرو د یوې موسسې (Refugee Rights Action Network) له دوو تنو خیریه کارکوونکو سره یې خبرې تلوېزوني مرکه کوله په ځان تېل واچول او ځانوژنه یې وکړه.

داسې ښکاري چې له پولیسو سره د دغو دوو خیریه کارکوونکو اړیکې کومه پایله نه ده ورکړې او مخکې د هغوی له راتګه دغې افغان ساه ورکړې.

د دوشنبې په ورځ د آسټرالیا د سنا د مجلس د مهاجرینو کمېټې خبر ورکړ چې د یو افغان پناه غوښتونکي سوځېدلی جسد په ملبورن ښار کې موندل شوی.

دغه افغان له درېیو کالو راهیسې په موقتې ویزې آسټرالیا کې ژوند کولو خو د دې وېره یې لرله چې بېرته به افغانستان ته ولېږل شي.

آسټرالیا د پناه‌غوښتونکو په اړه خپله قوانین ډېر سخت کړي دي. یوازې د هغو خلکو د پناه غوښتنې درخواست منل کېږي‌ چې د آسټرالیا له ملکه بهر جوړو شویو کمپونو کې یې خپل کېسونه ورکړي وي. دغه کمپونه د آسټرالیا په خواوشا غریبو ملکونو کې جوړ شوي. د مالوماتو له مخې په دې کمپونو کې مهاجره له ډېرو سختوو ستونزو سره مخ دي او په یو غیرانساني چاپېریال کې شپې سبا کوي. سره له دې چې د قبلېدو چانسونه یې ډېر کم دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.