یو شمېر زورواکو د کابل برېښنا رییس ډبولی دی د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وایي، تېره شپه ناوخته څو زورور کسان د کابل د برېښنا رییس عبدالاحد بارکزي کور ته ننوتي او هغه يې سخت وهلی دی. مسوولینو ویلي زورواکو د بارکزی غاښونه مات کړي دی. د برېښنا شرکت مسوولینو له امنیتي ارګانونو غوښتي چې دغه کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
Leave a Reply