یو میلیون او دوه سوه زره جریبه ځمکه غصب شوې

رییس شاه حسین مرتضوید افغانستان د آزادۍ کور څېړنیزبنسټ وايي، په هیواد کې هیڅ ځای کې ملکیتونه خوندي نه دي پاتې او ډېره ځمکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې غصب شوې ده.

به دغه څیړنیز رپوټ کې چې د آزادې کور د رییس شاه حسین مرتضوی له خوا خپور شو راغلي  چې په افغانستان کې یو میلیون او څه کم درې سوه زره جریبه ځمکه غصب شوې ده. د دغه بنسټ د موندنو له مخې:

  • 986334 جریبه د بیلا بیلو خلکو لخوا غصب شوې ده
  • 262537 جریبه د 335 ښارګوټو خاوندانو غصب کړې
  •  30829  د 139 بیلا بیلو اشخاصو له خوا غصب شوې

په دغه رپوټ کې راغلي چې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندز، کاپیسا، بغلان، تخار، نیمروز، لوګر او غزني کې  د نورو ولایتونو په پرتله ډېره ځمکه غصب شوې ده.

  • په بلخ کې 194756 جریبه د 901 کسانو لخوا
  • په هرات کې 70698 جریبه د 626 کسانو لخوا
  • په ننګرهار کې 30584 جریبه د 740 کسانو لخوا
  • په کابل کې 25990 جریبه د 212 کسانو لخوا غصب شوې ده.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې زیاتره زور واکي، دولتي چارواکي،د ښارګوټو خاوندان او یو شمیر دولتي بنسټونه د ځمکو په غصب کې لاس لري.

رپوټ وایي چې د ښوونکو ښارګوټي، صنعتي پارکونه او ښارګوټي ډېر د غاصبینو موخه ګرځېدلې خو د جوماتونو، وړکتونونو، سینماګانو او هدیرو لپاره بیلې شوې ځمکې هم خوندي نه دي پاتې. ویل کیږي همدا اوس د دولت د قضایاوو په اداره کې د غصب نېژدې لس زره دوسیې د تمیز لپاره پرتې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.