یو ځانګړی ځواک په افغانستان کې د امن ضمانت اخلي

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یوه فرقه په هغه موقف ودرېده، چې تردې وړاندې د ناټو او امریکا سمندري ځواکونو له خپلو نوو وسلو او اوږدمهالو اکاډمیکو او جنګي تمرینونو وروسته په غرني افغانستان کې غوره کړی و.

افغان دولت غواړي دغه ۱۷ زره کسیزه قطعه چې د ځانګړو ځواکونو فرقه یې بولي په قول اردو بدله کړي او دې شمیر ته ۱۵ زره نور هم ورزیات کړي.

له افغانستان څخه ستانه شوي امریکايي افسران او جنرالان وايي، دوی د افغان ځانګړو ځواکونو زړورتیا، جنګي مهارت دسپلین لیدلی چې فکر کوي، دا د سیمې په کچه بې ساری ځواک دی او افغان دولت ګټور اقدام کړی، چې دا ځواکونه دوه چنده زیاتوي.

افغانستان ۳۴۰ زره امنیتي ځواک لري، خو ترټولو ډیر جنګي مسولیت ددې فرقې په غاړه دی، دا فرقه

د جبهيي جنګ لپاره نده، بلکې د طالبانو او ترهګرو د خرپ و ترپ جنګونو په مقابل کې ډير موثر او قاطع عمل کوي.

ددغه ځواک سابقې او عملیاتي موثریت ته په کتو، له سختو جنګونو او تعرضونو سره سره دا ځواک خورا مصون پاتې شوی او تلفات یې نهایت کم دي. دوی ځان ساتلی شي، شپني عملیات په ډیر تاکتیکي موثر ډول ترسره کوي، د ترهګرو او طالبانو  په لیکو کې په رواني لحاظ ددې ځواک په اړه ډير شدید ډار پروت دی. په هرو عملیاتو کې چې دغو ځواکونو برخه اخستې او کوم طالب ځنې بچ شوی، وايي، تر بهرنیو ځواکونو له دې ځواکونو ډيره ویره لري، دا خلک بیرحمه ندي، اما هر جنګیالی یې د ستنې له سپم وځي او سخته ده چې شډل طالبان او نور بهرني ترهګر ددې ځواک په مقابل کې ټینګ شي.

دغه ځواکونه تر دې مهال په ډیرو لوړو او مقیدو شرایطو ګمارل کیږي، د زړرتیا ازمونیه یې اخستل کیږي، بدني قوت یې مهم شرط دی، جګ او مټور دي، او دغه راز د سختو تمرینونو په ترڅ کې دوی د روزنې پرمهال له څو ازموینو تیریږي. دغو ځواکونو ته لوړ امتیازات ورکول کیږي او همدا لامل دی، چې دا ځواکونه د افغانستان د ټول امنیتي ځواک په نسبت په مورال جنګیدای شي.

شنونکي وايي، یوازې تبلیغاتی ورحیه ورکول جنګ نشي ګټلای ترڅو د امنیتي ځواکونو د ژوند د بساینې او ډاډ لپاره هغوی روحاً ارام نشي او سالم وجودونه ونلري. دغه راز دوی باور لري، چې دا ځواکونو ته دمهمتوب او قهرمانۍ دا احساس ورکړل شوی، چې ټول افغانستان یوازې تاسو ساتی او دښمن یوازې او یوازې له تاسو په ویره کې دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.