یو ګلابي ګل د نړۍ زبرځواک هېواد ته څنګه ماتې ورکړه

په خپل تاریخ کې تر یوې اوږدې جګړې وروسته، امریکا په افغانستان کې د ماتۍ په پاڼ ولاړه ده. دا څنګه امکان لري؟

ګلابي ګلڅنګه د نړۍ یو سوپر پاور هېواد له ۱۵ کلنې دوامدارې جګړې، د ۱۰۰،۰۰۰ پیاوړو عسکرو له استخدام، د ۲،۲۰۰ سرتېریو له قربانۍ، په علیماتو کې تر یو ترېلیون ډالرو زیات لګښت، په «ملت جوړونه» او «بیارغونه» کې تر پرېیمانه پیسو لګولو، د ۳۵۰،۰۰۰ افغان متحدینو په روزنه، سمبالونه او د هغوی لپاره د بودجې په پیدا کولو کې له مرستې سره سره، بیا هم نشي کولی، چې د نړۍ تر ټولو خوار ملت آرام کړي.

په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې دومره زیاتې دي، چې سپینې مانۍ له هغه پلان څخه په څټ شوه، چې له مخې یې باید امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلی وای؛ خو اوس په دې هېواد کې به ۱۰،۰۰۰ امریکايي سرتېري تر یوه نامعلوم وخت پورې پاتې کېږي.

که له تاسو څخه د یوې ډېر ستونزمنې او پېچلۍ موضوع د حل په باب پوښتنه کېدای؛ نو هغه به په افغانستان کې د امریکا جګړه وه، تاسو ښايي دا درک کړې وای، چې په د هېواد کې د امریکا د جګړې د ناکامۍ په پالیسۍ کې د یویشتمې پیړۍ یو تر ټولو غټ پاراډوکس پروت دي: د امریکا وسپنیز پوځي قوت، د ګلابي ګل یا د اپیمو د د کښت له امله په خپل فولادي چوکاټ کې جام پاتې شو.

ګلابي ګلپه افغانستان کې په څه باندې دریو لسیزو کې، د واشینګټن پوځي عملیات یواځې په دې بریالی شول، چې د مرکزي اسیا د نشه یي توکیو ناقانونه قاچاق ته په آرامه توګه ننوزي. په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو لومړۍ مداخله په ۱۹۷۹ مو کلونو کې وه. دا مداخله تر یوه حده بریالۍ وه، ځکه چې د هغه نیابتي جګړې سره په ورته وخت کې، چې (سي ای اې) له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د شړلو لپاره پیل کړې وه، د امریکا افغان متحدینو د امریکا د لسیزو هڅو سره سم، په دې هېواد کې د نشه يي توکیو قاچاق پیل کړ.

له بله اړخه، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا تر حملې وروسته، کابو د پنځلسو کلونو لپاره د طالبانو د ارامولو هره هڅه ناکامه شوې ده، ځکه چې امریکا ونشو کړای په افغانستان کې د زیاتېدونکي هېروئینو د تجارت مخنیوي وکړي. کله چې د امریکا د نیول کېدو په پنځو کلونو کې، په دغه هېواد کې د اپیمو اندازه له ۱۸۰ څخه ۸،۲۰۰ تڼو پورته شوه، د افغانستان په ټوله خاوره کې د یونان د یوې اسطورې په شان د ښامار غاښونو راپورته شول. د کوکنارو له هر کښت څخه د طالب جنګیالیو یوې نوې ډلې سر راپورته کړ.

د افغانستان د ویر او کش مکشه ډک تېر څلوېښت کلن تاریخ په هر پړاو کې ـ د ۱۹۸۰ مو کلنو پټو جګړو کې، د ۱۹۹۰ کلنو کورنیو جکړو کې، او له ۲۰۰۱ لومړۍ کال څخه د امریکا تر برید وروسته ـ د اپیمو کښت ددغه هېواد په سرنوشت کې مهم رول لوبولی دي. د تاریخ د یوه تریخ بدلون په توګه، د افغانستان ځانګړې ایکولوژي د امریکا له پوځي تکنالوژۍ سره یو ځای شوه او دغه لېرې پروت، په وچه محاط هېواد یې د نړۍ د نشه يي توکیو په یوه کاروباري هېواد بدل کړ، چې د نشه يي توکیو قاچاق یې په اقتصاد تسلط لري، په سیاسي ټاکنو باندې اغیز کوي او د بهرنیو مداخلو سرنوشت ټاکي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.