۱۳۹۴ كال د خبريالانو پر وړاندې د تاو تريخوالي ډك كال و

صديق الله توحيديد افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره او د افغانستان د خبریالانو مرکز، ۱۳۹۴ لمریزکال د افغان خبریالانو لپاره له ستونزو ډک کال وباله. دا بنسټونه وايي په  دې کال کې افغان خبریالان نه یوازې دا چې ګواښل شوي، وهل شوی او زندانونوته اچول شوي، بلکې وژل شوي هم دي. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې اداره وايي په دې کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۱۱۶ قضیې ثبت کړي دي.

د نى رييس صديق الله توحيدي وايي: د خبریالانو پر وړاندې مو د زور زیاتي یو لوی رقم ثبت کړی چې په تېرو ۱۴کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي، په ۹۴یم لمریز کال ۱۲ خبریالان وژل شوي،۲۳ ټپیان، ۱۵ ګواښل شوي او وهل شوي او ۶۳ سپک شوي دي. ټول ۱۱۶ مورده کیږي.”

د نۍ راپور وايي، په دې پيښو کې ۲۶ سلنه  حکومت، ۶۴ سلنه  طالبان ، ۲۱ سلنه نامعلوم  کسان  او یو سلنه مسوليت يې په بهرنيو ځواكونو اچول شوې ده.

راپور وايي، په دې کال کې د طلوع تلویزیون د اوو کار کوونکو وژنه، یوه دردوونکې پیښه وه.په دې ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د خبریالانو د وضعیت په اړه خپل یو کلن راپور خپور کړاو د دې ترڅنګ یې ځیني خبریالان وستایل.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز ريیس احمد قریشي وايي  په ۹۴ لمریزکال کې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي په پیښو کې د ۹۳ یم لمریزکال په پرتله، ۸۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي قریشي زیاته کړه: د افغانستان د خبریالانو مرکز په وروستیو۱۲میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د خشونت ۱۹۱ قضېې ثبت کړي دي، دا شمېره د پخوا په پرتله  زیاته ده ځکه په تېرکال مو ۱۰۳ قضیې ثبت کړې وې.”

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په راپور کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو ۶۶، د محدودیتونو ۲۲، د سپكاوي ۹، د فزیکي  ناوړه چلند ۶ او د غیر قانوني حاضرولو  او پوښتلو ۷ قضیې ثبت شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.