۲۰۷ ظفر قول اردو ته په لومړي ځل بې پیلوټه الوتکې ورکړل شوې

۲۰۷ ظفر قول اردو ته په لومړي ځل بې پیلوټه الوتکې ورکړل شوې

د لومړي ځل لپاره لویدیځ زون کې ظفر ۲۰۷ قول اردو ته ۸ باله بې پیلوټه الوتکې ورکړل شوې.

 

له ۲۰۷ ظفر قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه الوتکې د غوڅ ملاتړ ماموریت لخوا نن ورکړل شوي.

 

د خبر پاڼې له مخې، د بې پیلوټه الوتکو د کنټرول لپاره یې مخکې له مخکې کسان روزلي و.

 

غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، ظفر قول اردو ته د دغو الوتکو په ورکولو سره به د ملکي وګړو د تلفاتو کچه راټیټه شي او له الوتکو څخه به تر ډېره په کشفي او عملیاتي برخو کې کار اخلي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.