خلیلزاد: ناټو اروپايي ټولنې سره په افغان سوله کې د همکارۍ ژمنه کړې

خلیلزاد: ناټو اروپايي ټولنې سره په افغان سوله کې د همکارۍ ژمنه کړې

 

د افغانستان د سولې بهیر او ملي پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی چې تېره ورځ په اوږده سفر وتلی دی، تازه یې د ناټو او اروپايي ټولنې له مسوولینو سره کتلي دي

زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ناټو له لوی منشي سټولټنبرګ سره يې لیدنه ګټوره  وه او هغه ورته له افغان سولې بهیر د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د خلیلزاد په خبره، هڅه يې دا ده چې افغان سولې بهیر لا پسې چټک کړي.

خلیلزاد یو شمېر اروپايي او اسیايي هېواودنو ته خپل ۱۸ ورځینی سفر پیل کړی دی

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد به په دغه سفر کې، ترکیې، قطر، المان، افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې له دغه سفر د خیلیلزاد موخه د افغانستان د ستونزې حل دی او هڅه کوي د مذاکراتو له لارې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.