نصرالله: له پاکستان سره د هند تاوتریخوالی د افغان سولې بهیر ټکنی کوي

نصرالله: له پاکستان سره د هند تاوتریخوالی د افغان سولې بهیر ټکنی کوي

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ویلي: که هندوستان د پاکستان پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېسته، ښايي له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو بهیر ټکنی شي.

زاهدالله نصرالله په ښکاره ویلي: نن چې طالبان له امریکا سره د سولې خبرو ته ناست دي، دا د پاکستان د زیاتو هلو ځلو پایله ده.

د نوموړي په وینا، دا خلیلزاد ته هم مالومه ده چې مونږ څومره د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کړې ده

زاهد نصرالله ویلي، د هېوادونو ترمنځ له تاوتریخوالي ډک اقدامات په دغې پروسې اغېز کوي او په وینا یې که د کشمیر په مسئله کې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات شي، دا به د سیمې په سوله او ثبات هم اغېز وکړي.

کابل کې د پاکستان سفیر پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې کشمیر کې د جېش محمد وسله والې ترهګریزې ډلې په برید کې ۴۰ هندي پوځيان ووژل شول.

هند کشمیر کې له دغه برید وروسته پاکستان ته د غچ اخېستو خبرداری ورکړی دی.

د تهران د بلوچستان له برید وروسته هم ایراني چارواکو ویلي، چې پاکستان په سیمه کې له ترهګرۍ ملاتړ کوي او د بلوچستان برید هم د پاکستان په سیمه کې پلان شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.