ملي امنیت: سیاسیون دې له هرې مسلې سیاسي ګټه نه پورته کوي

ملي امنیت: سیاسیون دې له هرې مسلې سیاسي ګټه نه پورته کوي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هلمند کې پر بهرنیو ترهګرو د وروستیو ځانګړو عملیاتو جزییات خپاره کړل.

 

له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د بهرنیو اورپکو په یوه مرکز چاپه  وهلې چې له امله یې ۱۰ شکمن کسان نیول شوي او تر څنګ يې د ملي امنیت د ښځینه منسوبینو لخوا دوه مېرمنې هم ونیول شوې.

 

ملي امنیت وايي، ولسمشر ورته سپارښتنه کړې چې پېښه په هر اړخیز ډول  وڅېړي او د خلکو شکایتونو ته رسېدنه  وکړي.

 

د ملي امنیت خبرپاڼه لیکي: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دیني اصولو، افغاني دودونو او نافذه قوانینو په رڼا کې عملیات ترسره کوي او د هلمند په عملیاتو کې هم یاد شوي اصول په بشپړ ډول په پام کې نیول شوي دي.

 

ملي امنیت وايي، هلمند کې وروستي عملیات  د هېواد ملي امنیت پورې تړلې خاصه مسله وه.

 

د خبر پاڼې پر اساس، دوه مېرمنې چې د ملي امنیت د ښځینه منسوبینو لخوا نیول شوې وې، د مالوماتو له تر لاسه کېدو وروسته، د نافذه قوانینو په رڼا کې بېرته د هغوی کورنیو ته  وسپارل شوې.

 

ملي امنیت عمومي ریاست د هېواد پر سیاستوالو غږ کړی چې د موضوع له  دقیقې څېړنې او د رسمي اعلامیې تر خپرېدو وړاندې دې داسې څه نه کوي چې د خلکو احساسات راوپارېږي.

 

ملي امنیت وايي، د هلمند په څېر له مسلو سیاسي استفاده د افغانستان له دښمنانو سره څرګنده مرسته کول دي.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.