د قطر ناسته؛ بس وايي د مسکو له غونډې يې  ارزښت زیات و

د قطر ناسته؛ بس وايي د مسکو له غونډې يې  ارزښت زیات و

کابل کې د امریکې د متحدو ایالتونو سفیر جان بس رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، د دوحې وروستۍ ناستې ارزښت د مسکو له غونډو غوره و.

هغه زیاته کړې، امریکا هیله لري چې افغانان له دغه فرصت په استفادې روانه جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي څرګنده کړې، چې طالبان باید د افغانانو پر وړاندې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د باس په وینا، مونږ یوازې د طالبانو په دې خبره چې ترهګریزو ډلو سره اړیکې نه ساتې یا يې نه پالي، باور او تکیه نه کوو، دوی ې باید عمل کې ثابته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې دوی له افغانستان څخه د تېښتې په هڅه کې نه دي او د امریکايي سرتېرو کاږل هم شرایطو او د طالبانو د ژمنو عملي کېدو پورې تړاو لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.