کورنیو چارو وزارت وايي، د بادغیس ولایت مرکز اړوند سیمه کې پر یوه هوټل د طالبانو ډله ییز برید پای ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: په دې برید کې ۳ بریدګر وژل شوي دي، ۲ يې ژوندي نیول شوي دي.
د رحیمي په وینا، یاد برید کې ۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو ځینې سرچینې وايي، چې برید کې د درېیمې حوزې د امر سربېره، ۳ پولیس وژل شوي دي.
د ټپیانو منځ کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
Leave a Reply