مولر: ټرمپ په بېړه د سولې توافق غواړي؛ خو پایلې یې ناوړه دي

مولر: ټرمپ په بېړه د سولې توافق غواړي؛ خو پایلې یې ناوړه دي

محور؛ جمعه، د اسد څلورمه: د سي ای اې مخکېني مرستیال مایک مولر خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د بېړې هوکړه به ناوړه پایلې له ځانه سره ولري.

د مولر په خبره، ټرمپ د سولې په نوم د لوبې یو ډول په مخکې اچولی دی او هدف يې د ادی چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

مولر ټینګار کړی چې ټرمپ ویلي طالبان له جګړو او تاوتریخوالي ستړي شوي دي، خو نه! دا خبره ناسمه ده، طالبان لا هم جګړې ته لېواله دي او هڅه کوي ټول افغانستان تر کنټرول لاندې راولي.

د سي آی اې مخکېني مرستیال دا هم ویلي چې ټرمپ دې طالبانو ته ووایي، که چېرې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو ورسوته تاسو القاعده ته ښه راغلاست ووایه، مونږ هغه کار بیا کوو چې کړی مو و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.