د نړۍ دنګه ودانۍ ” خلیفه برج ” به نن شپه د افغانستان په بیرغ وپوښل شي

د نړۍ دنګه ودانۍ ” خلیفه برج ” به نن شپه د افغانستان په بیرغ وپوښل شي

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۲۷ مه:

متحده عربي اماراتو کې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ خلیفه برج به د خپلواکۍ بېرته ګټلو سلمې کالیزې په مناسبت نن شپه د افغانستان په درې رنګه ملي بیرغ وپوښل شي.

دوبۍ کې د افغانستان کنسلګرۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د افغان جنرال کنسل عبدالصمد افغان په هلو ځلو به خلیفه برج نن شپه د افغانستان پر بیرغ وپوښل شي او دغه کار به په  وړیا ډول ترسره کېږي.

افغانستان کې هم د خپلواکۍ بېرته ګټلو نمانځلو لپاره په پراخه کچه چمتووالی نیول شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.