نېشنل انټرسټ: افغانستان نوې جګړې ته ور درومي

نېشنل انټرسټ: افغانستان نوې جګړې ته ور درومي

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۳۱ مه:

ده نېشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او کاږي چې په افغانستان کې د داعش پر ضد جګړه خو اوس پیل کېږي.

مطلب دا په افغانستان کې د جګړې نوی پړاو معرفي کوي.

مطلب په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي، ښاغلي ‘باز’ خبرې رااخیستي چې وايي له داعش سره تعامل تر طالبانو ستونزمن دی. ځکه په کابل کې د شیعه ګانو پر واده د داعش برید ښيي چې دوی د سیاست په کیسه کې نه بلکې د فرقه اي جګړې په غم کې دي.

د داعش توپیر له طالبانو سره دا دی چې طالب سیاسي اجنډا لري او فکر کوي له واکه غورځول شوي او باید بېرته یې ونیسي، خو داعش بشپړ وحشیان دي او پرته له ځانه هر څوک دوی ته نامسلمان او د وژلو لایق دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.