وال سټریټ ژورنال: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پلان ننګونو سره مخ شوی

وال سټریټ ژورنال: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پلان ننګونو سره مخ شوی

وال سټریټ ژورنال: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پلان ننګونو سره مخ شوی

محور؛ سه شنبه، د وږی میاشتې ۵ مه:

د امریکا “وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه” لیکي چې له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو وتلو پلان له نویو ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی. د امریکا په کانګرس کې ډېری بحثونه پر دې چې آیا د امریکا وتل خو به د بل سپټمبر یوولسمې پېښې (9/11) لامل نه ګرځي.

د قطر د دوحې په خبرو کې ښکېل یوه امریکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا د خپل امنیت مسله په مذاکراتو کې ته هر څه وړاندې بولي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به ډېر ورو وي تر څو کره کړل شي چې طالبان د تړون مطابق عمل کوي. دا چارواکی وايي چې د پنټاګون (امریکا دفاع وزارت) او سي آی اې (د امریکا استخبارات) په دې خبرو کې فعاله ونډه لري.

مطلب کاږي چې که څه هم امریکا ته سوله او ټاکنې دواړه مهم دي، خو اروپايي ډونر هېوادونه په افغانستان کې پر وخت ټاکنو ټینګار کوي. او د اروپايي هېوادونو دا چاره خلیلزاد اندېښمن کوي. خو که ټاکنې پر وخت ونه شي، دا ولسواکۍ ته ستره ضربه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.