طالبان: اسلام آباد کې چاسره خبرې نه کوو

طالبان: اسلام آباد کې چاسره خبرې نه کوو

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: اسلام آباد کې به له هېڅ لوري سره د افغان سولې په تړاو خبرې ونه کړي.

 

ذبیح الله مجاهد وروسته له هغې دا خبرې کوي، چې زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفر کړی دی او هلته له پاکستان چارواکو سره په افغان سوله بحث کوي.

تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ګنې طالبان پلان لري چې اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره  وګوري.

طالبانو ویلي، د دوی رسمي دفتر قطر دی

خو باور دا  دی چې پاکستان پر طالبانو زیات نفوذ لري او دغه هېواد کولای شي، چې وسله وال طالبان هر چا سره خبرو ته کېنوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.