عبدالله ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړ

عبدالله ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړ

 

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د ثبات او همپالنې شعار تر نوم لاندې خپل ځان نوماند کړ.

عنایت بابر فرهمند د اجراییه ریاست لومړی مرستیال او اسدالله سعادتي د دویم مرستیال په توګه غوره شوي دي.

عبدالله ویلي، د هېواد د برخه لیک ټاکو لپاره یې ځان نوماند کړی دی.

د هغه په خبره، اساسي قانون ته په کتلو به عمل کوي.

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې خلک باید په دې ټاکنیز ټیکټ باور وکړي

بلخوا د ولسمشر مرستیال جنرال دوستم وویل، دا ځل به عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ تر څوکۍ پورې رسوي.

عبدالله سره په ټیم کې اجراییه ریاست هم شته دی چې د هغه لپاره یې حکمت خلیل کرزی غوره کړی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.