د سولې بهیر؛ داوودزي له چینایانو سره کتلي

د سولې بهیر؛ داوودزي له چینایانو سره کتلي

 

د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی چې وړمه ورځ چین ته تللی و، د هغه هېواد له چارواکو سره یې کتلي دي.

داوودزي د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شین زیادنګ سره کتلي او په افغان سوله یې  ورسره بحث کړی دی.

سولې شورا ویلي، تمه لري چې چین به د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

د چین چارواکو هم داوودزي سره ژمنه کړې چې د سولې برخه کې به د افغان حکومت هر اړخیز لاس نیوی کوي.

داوودزی پر داسې مهال د سولې بهیر کې د مرستو جلب په موخه چین ته سفر کوي، چې په قطر کې د طالبانو او زلمي خلیلزاد خبرې شپږمې ورځې ته غځېدلي دي.

ځینو سرچینو ویلي، چې ممکن نن امریکایان او طالبان د سولې بهیر کې یو نسبي توافق ته ورسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.