ناټو: د افغانستان د کړکېچ له سیاسي حل ملاتړ کوو

ناټو: د افغانستان د کړکېچ له سیاسي حل ملاتړ کوو

 

د ناټو لوی منشي ینس سټولټنبرګ تازه ویلي: له سیاسي لارې د افغانستان د روانې جګړې د پای ننګه کوي.

سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې افغانستان کې د سولې له هوکړې وروسته به دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو د شتون څرنګوالي به اړه دریځ روښانه کړي.

د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې يوې خبرې غونډې ته څرګنده کړې، چې په افغانستان د ستونزو له سياسي حل وروسته به په دې هېواد کې د ناتو هېوادونو پر حضور هم خبرې وشي؛ خو اوس دا له وخته مخکې ده، چې په اړه يې څه وويل شي.

نوموړي دا خبرې د نيوزليند له لومړۍ وزيرې جاسيندا اردرن سره تر ليدو وروسته يوې خبرې غونډې ته کړې دي.

هغه له طالبانو سره د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان او خوښې څرګنده کړې ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خوښې څرګنده کړې چې افغان سوله کې يې له طالبانو سره پرمختګ کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.