غني: نجیب ته چل ورکړل شو؛ خو مونږ په تدبیر سوله غواړو

غني: نجیب ته چل ورکړل شو؛ خو مونږ په تدبیر سوله غواړو

 

ولسمشر محمد اشرف غني نن ملت د سولې روان بهیر په تړاو وینا وکړه

ولسمشر ملت ته د خپلې وینا پر مهال وویل، د سولې بندې دروازې به پرانيزو او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا چټکې کوو

هغه وویل: افغانان په چټکۍ سوله غواړي، خو په تدبیر سره

ولسمشر د افغا تاریخ تېرو تجربو ته په اشارې ټینګار وکړ چې د هېواد پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله ته د سولې بهیر کې چل ورکړل شو او شوی ضمانت يې عملي نه کړ؛ خو په وینا يې چې دوی دې برخه کې زیات حساس دي.

هغه وویل، د ترهګرو حامیان مو منزوي کړي او نن یې تاسو عملآ پایلې وینئ

د ولسمشر په وینا، تیرکال مو  امریکا ته د سولې او د مرستو د جلب طرحه وړاندې کړه  او تاسو نن ګورئ چې طرحه عملي کېږي

ولسمشر وویل، زه د ۳۵ میلیونه افغانانو ولسمشر یم، په سیمه ییز سیاست پوهېږم او له دې هم خبر یم چې د سولې له توافق وروسته به په سیمه ییزه کچه کوم ګواښونه رامنځته کېږي

د هېواد ولسمشر د سولې روان بهیر ته په اشارې وویل، د سولې نوښت زمونږ په لاس کې دی، ځکه دوه دورې مو له طالبانو سره اوربند اعلان کړ.

د هغه په خبره، روانه جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي او هېڅ افغان ته دا د منلو وړ نه ده چې د هلمند د سنګین پېښه دې بیا بیا تکرار شي.

ولسمشر وویل، چې هېڅ افغان ته دا هم د منلو وړ نه ده چې بهرني ځواکونه دې د تل لپاره دلته وي، بهرني ځواکونه د دوه اړخیزې هوکړې او اړتیا په اساس دلته پاتې دي.

د ولسمشر په خبره، مونږ هوډ لرو چې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوو او د ابادۍ ور خلاص کړو

ولسمشر ټینګار وکړ چې افغان حکومت په یو منظم پلان کار کوي څو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون صفر کړي

هغه  وویل چې د سولې د روان بهیر مشري به مونږ کوو او د امریکا د هڅو قدر داني کوو

ولسمشر طالبان وننګول، که یې جګړه نه وای کړې، زرګونه افغانان به ولې وژل کېدل

د هېواد ولسمشر زیاته کړه چې طالبان افغانستان کې د یو قوي مرکزي دولت د جوړېدو مخنیوی کوي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، طالبانو دوه ټاکنې لري، یا به افغانانو سره سوله کوي او یا به یې پردي او افغان ضد هېوادونه د خپلو ګټو لپاره کاروي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.