اسماعیل خان درې میلیون ډالر غلا کړي

د امریکا د ځانګړي سرمفتش او سیګار ادارې په یو تازه رپوټ کې رسوا کړې، چې د اوبو او بریښنا وزارت پخواني وزیر امیر الجهاد اسماعیل خان ۳ ملیارد ډالر غلا کړي دي.

اسماعیل خان چې د افغانستان په لودیځ کې د جمیعت او شمالي ټلوالې ترټولو ځواکمن قوماندان و، د کرزي د واکمنۍ پرمهال د هرات له ولایت مقام څخه کابل ته راوستل شو او دلته د اوبو بریښنا د وزیر په توګه یې څو کاله دنده ترسره کوله.
د سیګار راپور په افغانستان کې د بیارغونې پروژو ته د امریکا او لودیځ د پریمانه مرستو په برخه کې د اختلاس په دې ګزارش کې په ډاګه کوي، دا پیسې د امریکايي مالیه ورکوونکو هغه خیرات دی، چې د افغانستان د بریښنايي بندونو د رغونې او د لمریز برق د تولید لپاره د اوبو بریښنا وزارت ته ورکړل شوې خو اسماعیل خان چې د اوبو بریښنا په چارو کې هیڅ علمیت او تخصص نلري، له خپلې مافیايي کړۍ سره لاس یو کړ او د ویجاړو جنراتورونو او له کاره غورځېدلو لینونو د اخیستلو په پلمه په بډه ووهلې.
د سیګار ادارې له افغان دولت غوښتي چې د عدلي قضايي مرکز د خاصې محکمې له لارې دې دا دوسیه وڅېړي او په اماراتو، ایران، قطر، سویس او فرانسه کې دې د اسماعیل خان بانکي حسابونه کنګل کړي.

سیګار تر دې وړاندې ځینې نور مهم چارواکي او پخواني جهادي قوماندانان هم تورن کړي چې د نړیوالو مرستو لویه برخه یې شخصي جیبونو ته لاړه. په دې برخه کې د بلخ د والي عطامحمد نور نوم هم څو ځله یاد شوی چې د اداري فساد سربیره یې د نشي توکو په قاچاق کې لاس دی او ډیرې تورې پیسې لري، چې د اماراتو په بانکونو کې خوندي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.