زلزلې د بدخشان د زیاتو ښوونځیو ودانۍ له کاره ایستلې دي

بدخشاند پوهنې وزارت چارواکي وايي، په بدخشان کې د وړمې ورځې زلزلې ددغه ولایت د نهو ښوونځیو ودانۍ نړولې او نهه زده کوونکي هم وژل شوي دي. په بدخشان کې د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د یاد ولایت په اکثرو سیمو کې د ښوونځیو ودانیو ته زیان رسېدلی او دوی اړ دي، چې د یونسف او سرې میاشتې په څیر له خیریه ټولنو وغواړي چې زده کوونکو ته د سملاسي سرپنا تابیا وکړي.

بدخشان د اقلیم له لحاظه سوړ ولایت دی او که یخني زیاته شي په راروانو ۱۵ ورځو کې د کلنیو ازموینو د پیلیدو اړتیا ده. د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ریختر په کچه د ۷،۷ درجې زلزلې له کبله په ټول افغانستان کې ودانیو زیان لیدلی دی. خو بدخشان چې د زلزلې مرکز و، خسارات یې تر بل هرولایت زیات دي.

د بدخشان اوسېدونکي وايي، په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو کیفیت خورا ټيټ دی او لامل یې داو، چې خصوصي شرکتونو ته به په قرارداد ورکول کیدل او بیا یې معارف له کار څخه جدي څارنه نده کړې. د دغو ودانیو په جوړولو کې په لوړه اندازه مالي فساد هم شوی دی.

د بدخشان د پوهنې ریاست چارواکي وايي، هوا سړه ده او دوی د زده کوونکو د موقتي سرپنا لپاره خیمو یا کرایه شوو بدیلو ودانیو ته اړتیا لري. چارواکي وايي، په اکثرو ولسوالیو کې د ښوونځیو پخو ودانیو زیان لیدلی او دوی نشي کولای هغه ترمیم کړي ځکه چې هروخت د بارانونو یا بلې وړوکې زلزلې په ترڅ کې د نړېدو خطر لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.