د میدان وردګو د والي د اختلاس دوسیه عدلي مرکز ته رسېدلې ده

د میدان وردګو د استناف څارنوالۍ یوه سرچینه وايي ددغه ولایت د والي ځونډي ګل زماني او متعلقینو دوسیه د لویې څارنوالۍ مقام -عدلي مرکز ته استولې ده.
دوسیه په ۱۲۲۸ نمبر د ۱۳۹۵ کال د حوت په ۲۴ صادره شوې د لویې څارنوالۍ د دارالانشا د تحریراتو ریاست تسلیم کړې ده.
دوسیه د وردګ ژغورنې ټیم د هغو هڅو په ترڅ کې جوړه شوه، چې په والي ځونډي ګل د بې کفایتۍ او فساد پرضد یې د تېر کال په ژمي کې مټې رابډ وهلې. د ولایت په لوړ تناژ لرونکې تله کې هغه وخت خپرو شوو راپورونو په ډاګه کوله چې د والي په مستقیمه لارښوونه دده ځانګړي ساتونکي د کابل کندهار په لویه لاره لګېدلې لوړ تناژ لرونکې تلې ته ورځي، له هر موټر له درې تر پینځه زره افغانۍ اخلي او موټرونو ته پارچې نه ورکوي، ترڅو دا پیسې خپل جیب کې واچوي. په دې لاره تر ټولو ډير د میدان وردګو ولایت د دایمردادو د ګچو د کان استخراجي مواد راوځي، چې په میدان باندې کابل ته راتیريږي. راپورونه په ډاګه کوي، چې د ولایت چارواکي هره شپه له دې منبع څخه پنځه تر اوه لکه افغانۍ ترلاسه کوي او ددولت خزانې ته یې نه تسلیموي.

کله چې د ولایتي شورا دریو وکیلانو چې د یوې کمیټې په توګه ددې تلې د نظارت لپاره ګمارل شوې وه، د شپې مهال ترازو نظارت کړ، نو د والي ځانګړی ساتونکی یا اعتمادي کس بخت زمان یې له پیسو سره ونیو، خو اوس والي هڅه کوي، چې بخت زمان د څارنوالۍ د څو جلب مکتوبونو با وجود هم څارنوالۍ ته د تحقیقاتو لپاره معرفي نکړي.
د میدان وردګو د استناف څارنوالۍ یو مقام وايي، دوسیه یې ځکه مرکز ته ولیږله، چې:
۰ ولایتي ادارې همکاري نه کوله
۰ مقام ارشد چې والي دی او خپله په دې دوسیه کې طرف دی د دوسیې د څېړلو په مورد یې د څارنوالانو مخه نیوله.
۰ د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ مراقبت عمومي ریس په دې فساد کې دخیل و، اما له دې کبله چې دا مقام واحد اولي دی، ولایتي څارنوالۍ یې د برسۍ صلاحیت نه درلود.
که لویه څارنوالي او عدلي مرکز په دې برخه کې قاطع او بیړني اقدامات وکړي، د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني به د سږني لمریز کال دویم لوی مقام وي، چې د اختلاس په تور زندان ته لیږل کیږي. تر دې وړاندې د هلمند د قول اردو قوماندان او د ملي اردو لوړ پوړی منصبدار فقيري د اختلاس په تور ونیول شو او اوس په پلچرخي زندان کې دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.