اووه میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

کډواليملګرو ملتونو ادارې په یو تازه رپوټ کې ویلي، چې تاوتریخوالی او ناامنۍ ددې لامل شوې چې په روان میلادي کال کې ۱۳۷ زره افغانان خپل کورونه پرېږدي.

دا کډوالي کورنۍ کډوالي بلل شوې او ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د کډوالۍ دا ګراف به په راتلونکي کال کې ۲۵۰ زرو ته لوړ شي. راپور وايي، تاوتریخوالي او ناامنیو زیاتره ښځې او ماشومان زیانمن کړي او تر اووه میلونه زیات خلک په افغانستان کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په راپور کې طبیعي پېښې هم د کډوالۍ د یو مهم عامل په توګه یادې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق مشر ویلفرد اوچان نن خبریالانو ته وویل:‌

(( هغه معلومات چې موږ په واک کې لرو په ډاګه کوي چې د روان کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې نږدې یوسل اوه دیرش زره افغانان یوازې د جګړو په سبب له خپلو سیمو بېځایه شوي دي، او اټکل کېږي چې نږدې ۲۵۰ زره به د همدې جګړو له کبله په ۲۰۱۶ کال کې خپل کورونه پرېږدي.))

د کډوالۍ او جګړو په سبب د ښځو او ماشومانو ژوند ته په لویه کچه رسېدونکي زیانونه ددې سبب شوي، چې ملګري ملتونه اندېښمن کړي او په نړیواله ټولنه غږ وکړي، چې د ټولنې دې قشر ته د مرستې لاس ورکړي.

اوچان وویل: تر نارینه وو ښځې ډېرې د جنګ او تاوتریخوالي‌له خطر سره لاس او ګریوان دي. د امکاناتو نشتوالی، ناامني په نهادونو کې د ښځینه کارکوونکو کمی هغه لاملونه دي چې ښځې له ډېر کړاو سره مخ شوې دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا وايي، دوی ددې راپور پر بنسټ کولای شي، له بې ځایه شوو سره د مرستو تابیا ونیسي. د اقتصاد وزیر ستار مراد وايي، په تیر کې د بې ځایه شوو او کډوالو په اړه دقیق ګزارش له دوی سره نه و اما له دې وروسته به څه حل لارې رامنځ ته کړي.

راپور وايي، په افغانستان کې اووه میلیونه خلک د لومړنیو مرستو اړتیا لري. دغه راز په راپور کې راغلي چې د کندوز په یوه میاشتنۍ جګړه کې نږدې نهه سوه ښځې ماشومان او سړي وژل شوي او ټپیان شوي‌دي او تقریباً ۱۵ زره کورنۍ له کندوزه کډه کولو ته اړ شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.