د ټاکنیزو کمیسیونونو قوانین د غني او عبدالله تر پښو لاندې شول.

د انتخاباتي کمیسیونونو څارونکې ډلې وايي، نه یوازې چې ارګ د کمیشنرانو او اداري پلاوي په ټاکنو کې له پوره نفوذ او سلیقې کار واخیست اما ددې سره سره دا حکومت تر تير هغه ډیره هڅه کوي، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو او چارو کې یې لاس وهنه وکړي.
دوی له یوې خوا د کمیسیونونو استقلالیت تر سوال لاندې راولي او له بلې خوا هڅه کوي، بل ځل انتخاباتو کې د خپل بري امکان لوړ کړي.
په ورستیو کې چې دواړو کمیسیونونو اداري پلاوي ټاکل او ددارالانشا مشرانو ټاکنه یې مهم ماموریت و، ارګ تر وروستي حده په دوی زور راوړ، ترڅو ددوی د خوښې کسان ورمعرفي کړي. ولسمشر او اجرایه ریاست له هر لوړ پوړي کارکوونکي ازموینه اخلي او د انتخاب معیار یوازې کاري وړتیا او تجربه نده، بلکې دوی په مامورینو کې د خپل ملاتړ جوهر په سپین سترګۍ لټوي.
کله چې ددوی کاندیدان هلته بریالي کیږي، د کمیسیون قوانین او کړنلارې له کاره لویږي او کمیسیونونه اوس مهال مطلق د ارګ اداري ځانګې دي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د حکومت د ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست له ماموریته وتلی نه دی او حکومت تر اوسه هم ټاکنیزې حوزې وروستۍ کړې نه دي.

ولسمشرۍ مانۍ او اجرائيه ریاست خوښ دي، چې سیاسي هوکړه لیک د پلي کیدو په درشل کې دی او په ټاکنیزو بنسټونو کې اصلاحات راغلي دي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، په راروانو ټاکنو کې د تکنالوژۍ د کارولو لپاره بنسټیز ګامونه پورته شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه اوس هم دوه سترې ستونزې لري؛ امنیتي او د بودجې نشتوالی، چې دې کار هم ټاکنې ټکنۍ کړې دي.

د افغانستان د مدني فعالانو ټولنې ريیس جانداد سپین غر وایي، په پاتې موده کې به ناشوني وي، چې مونږ پخپل وخت رڼې ټاکنې تر سره کړو؛ ځکه، چې بشپړوخت ته اړتیا لري. که موخه د سمبولیکو او نمایشي ټاکنو تر سره کول وي دا هم لږ تر لږه ۶ میاشتې وخت غواړي.
بل لوی سوال د ټاکنو له وخت څخه د حکومت او کمیسیون ځان غړول دي. کمیسیونونه غواړي د ټاکنو وخت وټاکي، خو د حکومت دومره شدید نفوذ دوی ته اجازه نه ورکوي، چې پخپل سر د ټاکنو وخت وټاکي او شرایط یې وسنجوي.
دغه وضعیت سختې اندېښنې راپارولې او فکر کيږي، چې نوي کمیسیونونه به د پخوانیو هغو په نسبت هم له کم استقلالیت نه برخمن وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.