لوی تعداد افغان سیاسي اشخاص له پاکستان سره بلک مېل دي

په کابل کې د پاکستان سفارت او په ولایتونو کې د پاکستان قونسلګريو کې هره ورځ له غرمې وروسته او ماښامنیو ته داسې افغانان ورټولیږي، چې ټوله ورځ په عامو سیاسي اجتماعي سټیجونو د پاکستان ضد چیغې وهي. ددوی لوی تعداد یې داسې دي، چې یا اوس هم په پاکستان کې اوسېږي، او یا داسې دي، چې له پاکستانه راستانه شوي، خو کله ناکله پاکستان ته پټ او ښکاره سفرونه کوي.

په افغانستان کې د پاکستان سیاسي نمایندګۍ د ویزې او نورو دیپلوماتیکي خدماتو په نستب ډیر په پټو ناستو او سیاسي مخفي مجالسو او اړیکو جوړولو خپل ډیر وخت تیروي. که څه هم دوی ظاهراً له نویو ورتلونکو خلکو سره ښې او سطحي خبرې کوي اما اساساً دوی په ډیره اسانۍ خپل معلومات ورټولوي او خپل مطلوب اشخاص تشخیصوي.

یو افغان ژورنالست وايي، ما د ویزې لپاره عریضه ورکړه، سفارت ته لس بجې ورغلم، زما کارونه وځنډیدل، زما اسناد هم لا درکه وو، په نامستقیمه توګه یې سفارت ته وغوښتم د یوې سیاسي برخې مامور راسره کیناست ګډې وډې پوښتنې یې کولې، له څه شي چې زه ویریدم هغه پيښ شول دوی وپوهېدل چې زه یو ژورنالست یم، ویزه یې راکړه خو پاکستان ته لاړ نشوم. دا خبریال لاهم د پاکستان له ویرې خپل نوم د مرکې پروخت نه اخیست.

ډيری افغان چارواکي لاهم په اسلام اباد او پینډۍ کې اوسېږي، دوی ډير وخت پاکستان کې وي، نه یواځې هلته اوسېږي بلکې دوی دومره مهمو سیاسي موقعیتونو کې دي، چې اساسي معلوماتو ته لاسرسی لري او ویره ده چې دا معلومات به له پاکستان سره شریکوي.

کله چې تاسو د تورخم دروازې په دې غاړه کې نیم ساعت ودرېږئ، نو تاسو به ډیر افغان پلیټ لرونکي زرې او تورو شیشو لرونکي موټر وګورئ، چې له پولې اوړي. دې کې اکثره افغان سیاسي اشخاص دي.

د کرزي د حکومت په وروستیو کې پاکستان ته د ځینو مشخصو چارواکو په سفرونو بندیز ولګید، خو دغه چارواکي به نور د تورخم د لارې پرځای اول دوبۍ ته لاړل او له دوبۍ به اسلام اباد ته په الوتکو کې تلل.

کله چې په وروستیو کې د ډیورنډ د تاریخي قضیې په اړه بیا غوغا راپورته شوه، او یو افغان وکیل لطیف پدرام هغه د پاکستان خاوره وګڼله ډیر افغانان وقهریدل او د پدرام د محاکمې غوښتنه یې وکړه، خو پاکستان پلوه سیاستوالو په ډیر مهارت د پاکستان ننګې ته راودانګل، په دې مینځ کې یو هم مطرح سیاستوال او د افغان کابینې مخکینی وزیر میرویس یاسیني و، چې ډیورنډ په اړه بحثونه یې بهرنۍ توطیه ګڼله. اوس ډیری داسې شواهد په ډاګه شوي، چې د یاسيني کور په اسلام اباد کې دی او نوموړی خپله او د کورنۍ غړي يې په باقاعده ډول پاکستان ته تګ راتګ کوي.

پاکستان افغان وکیلان، سیاستوال او چارواکي په ډير مهارت بلک میل کړي دي، ځینې یې په رنډۍ خانو کې توطیه کړي، ځینو ته یې دشرابو او ګډاګانو محفلونه جوړ کړي، د ځینو شخصي اسنادو او ایمیلونو ته یې لاسرسی پیدا کړی او دوی ته یې دوسیې جوړې کړې او دغه چارواکي او سیاستوال اکثره یې اوس نه یوازې نشي کولای د پاکستان د پالیسیو او کړنو مخالفت وکړي، بلکې باید په سختو شرایطو کې د پاکستان په ننګه ودریږي.

سیاسي کتونکي وايي، د افغانستان ملي امنیت باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او دغه کټګوري خلک باید تشخیص کړي او همداراز د پاکستان په سفارتونو اوسیاسی نمایندګيو باید استخباراتي څارنه ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.