شینواري: دلته نه کورونه پاتې شول، نه باغونه

د شینوارو خلک وايي، داعش په ختیځ کې د عامو خلکو په زندګۍ غدۍ ګډه کړه او موږ له هستۍ او جایدادونو خلاص شوو. د شنیوارو خلک وايي، داعش هتله څو پلا راغلل، زموږ کورونه یې وسوځول، باغونه یې له مینځه یوړل، پټي مو ونه کرلای شول، او اوبه خور رانه پاتې شو. دوی وايي، کورونه مو ډک داعشیانو ته ورپاتې شول، او اوس یوه لویه استوګنیزه سیمه ډونډ ولاړه ده.

په یادو سیمو کې اوس بهرني ځواکونه پراته دي، له کومې نقطې چې ورباندې حمله وشي، بهرني ځواکونه غبرګون ښيي خو نور تصفیوي او تعرضي عملیات ندي شوي. د شینوارو قومي مشران چې څو ځله یې له امنیتي مسولینو او ولسمشر سره کتلي وايي، موږ د قضيې ټول اړخونه او عوامل ولسمشر ته په ډاګه کړل، دوی مو د ستونزې له ژورو خبر کړي، خو دولت په دې برخه کې ډیره بیغوري کړې. دوی وايي، موږ اوس هغه توان نلرو، چې د داعش په مقابل کې ودریږو خو دولت دې له یاده نه باسي، چې د داعش اصلي قربانیان موږ یوو او که موږ په تیرو دوو کلونو کې دداعش په مقابل کې د سر په قیمت جګړه نه وای کړې اوس به داعش د کابل په دروازو کې ولاړ وای.

څو میاشتې وړاندې په جلال اباد ښار کې د شینوارو د قومي مشرانو په یوه قومي جرګه داعش انتحاري حمله وکړه، څو کسان پکې ووژل شول، بل ځل یې په تیره میاشت کې څلور قومي مشران په یو موټر کې ښار ته نږدې ووژل. د شینوارو خلک وايي، داعش ځکه موږ په نښه کړو چې زموږ په اندازه دولت او دولتي چارواکي ورته جدي خطر نه و خو دولت موږ یوازې پریښودو.

د شینوارو څو قومي مشران چې یا په جلال اباد او یا کابل کې اوسیږي وايي، موږ په شخصي بدۍ واوښتو او هرې دوه میاشتې وروسته خپل کورونه بدلوو، هرځای تعقیبیږو او اخطارونه راکول کيږي. دوی وايي موږ خطرونه قبول کړي، خو دولت د ملي جګړې ټول غم زموږ سرنوشت ته اړم کړی دی. د شینوارو د یوې لویې سیمې مطلق ټولې کورنۍ له خپلو سیمو راوتلې او اوس په ښارونو او نورو سیمو کې د پردیسۍ او بیوزلۍ سختې ورځې تیروي.

دوی سره نه د خوړو مرسته شوې او نه یې د حال احوال پوښتنه کيږي. د شینوارو یو قومي مشر ملک عثمان چې د داعش په یوه انتحاري حمله کې سخت ټپي شوی هم دی وايي: موږ هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، خو ددولت په نیت، اراده او جنګي مدیریت شک لرو، دوی ولې دداعش پروړاندې خاموش دي او یا داسې مقابله کوي، لکه ټنبل لوګری چې لور په لوټه تیروي.

دی وايي، که په ننګرهار کې دداعش پرضد جنګ باندې دولت تمرکز ونه کړي، دوه لویې ستونزې پیښیدونکې دي: اول داچې سیمه به کال وروسته تر جلال اباد ښاره دداعش له لالچ سره ښکیل وي او دویمه ستونزه داده، چې خلک ددولت د بیغورۍ له وجې دداعش په مقابل کې د دریدو په پار طالب ته پنا وړي او اوس په ټول مشرقي کې داسې یو ذهنیت خور شوی، چې طالب معقول دی، ځکه هم تر داعش بهتره دی او هم تر دولت قاطع عمل کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.