په هرات کې د کامران علیزي سلګونه پلویانو د محکمې پریکړه غندلې ده

په هرات ولایت کې سلګونه معترضینو د هرات اسلام کلا لاره تړلې او د محکمې د هغه پریکړې پرضد شعارونه ورکوي، چې د دغه ولایت د ولایتي شورا د ریس کامران علیزي په غیاب کې یې دده د بند حکم صادر کړی دی.

لاریون کوونکي چې نن سهار راوتلي او لا هم په سړکونو خواره دي، انتقاد کوي، چې دا د سیمه ييز مخور علیزي خلاف د ځايي زورواکو توطیه ده او نوموړی هلته د زورواکانو له خوا نه زغمل کیږي.

د هرات محکمې څو ورځې وړاندې وروسته له هغه د کامران علیزي پرخلاف غایبانه فیصله وکړه اودده دوسیه یې وتړله، چې کامران له پرلپسې جلبونو سره سره هم محکمې ته حاضر نشو.

کامران د هرات د ولایتي شورا بانفوذه غړی او په هرات کې د لوی ملاتړ لرونکی شخص دی. دده په اړه څو پلا شکایتونه شوي، چې د قانون خلاف عمل کوي او په هرات کې د یو زورواکي له موقف څخه ددولت پرضد اقدام کوي.

د علیزي پلویان ادعا کوي، چې دده پرضد په توطیو کې د هرات د مقتدر جنګسالار لاس دی، او هغه نه پریږدي چې په سیمه کې دې د د نوموړي اقتدار د بل چا له خوا چلنج شي. دوی تور لګوي، چې وروسته له هغې له علیزي سره د خصومتونه او دولتي سلیقوي چلند زور واخیست چې د هرات له پوهنتون له هغې لوحې یې ننګه وکړه، چې په پښتو ژبه لیکل شوې وه او څو متعصبو کسانو راښکته کړه.

د علیزي پلویان د نوموړي پرضد د وروستیو اقداماتو ترشا د ایران د نفوذي کړیو لاس ويني.

خو د هرات محکمه وايي، علیزی د قانون تابع ندی، هغه کولای شي، محکمې ته لاړ شي پرده لګیدلي تورونه دروغ ثابت کړي او حتی د خپل حیثیت د اعادې ادعا وکړي، اما د محکمې په خبره علیزی اوس د یو مقتدر محلي زورواکي په رول کې ځان ویني او حتی د محکمې پروړاندې هم ځان په ځواب ویلو او سپیناوي مکلف نه ګڼي.

ځینې هراتیان بیا وايي، هغه یو بدماش دی او اصلي شخصي جرمونه او ناقانونه کړنې د قومي داعیې ترشا پټوي او خلک له اصلي مسلو اغفالوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.