د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ کې میلیونونه افغانۍ اختلاس شوی

د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ د ۱۳۹۳ کال په قراردادونو کې میلیونونه افغانۍ اختلاس شوی. دکابل نیوز په نوم یو افغان تلویزیوني چينل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د پوځي مرکزونو د ساتنې په ۱۴ پروژو کې، چې کار یې دوه سلنه تکمیل شوی و، ۳۰ میلونه افغانۍ مخکې له مخکې ورکړل شوې دي. د کورنیو چارو وزارت وایې، چې د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په قراردادونو کې د فساد په اړه تازه څيړنو ته اړتیا ده، خو د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وایې د څار او حساب ورکولو په برخه کې د شفافیت نشتوالی د دې لامل شوی چې فساد ته لاره پرانستل شي. دا سندونه د کورنیو چارو وزرت د تفتیش ریاست د پلاوي د هغه راپور یوه برخه ده چې په ۱۳۹۳ کال کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو د معاشونو په اړه پکې څيړنه شوې. د یاد پلاوي موندنې ښيې، د دې ترڅنګ چې څو میاشتې د کندهار او هلمند د دوو کنډکونو معاشونه چې د یادې قوماندانۍ اړوند دي نه دي ورکړل شوي، د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندانۍ په قراردادونو کې هم په میلونونو افغانۍ اختلاس شوی. ددې سندونو پر بنسټ:
– د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۱ قلمه ساختماني موادو پلورل چې له خپل اصلي نرخ څخه څو برابره لوړ اخیستل شوي. د مثال په توګه : د اغزن سیم یو بڼدل چې قیمت یې ۴۵۰۰ افغانۍ دی خو ۳۶۵۷۹ افغانۍ حساب شوی او یو جنراتور چې ۲۶۰۰۰ زره یې اصلي قیمت دی، ۱۷۵۴۵۰ افغانۍ اخیستل شوی.
– او د ۳۸۹ بې اسنادو موټرو د جریمې پیسې هم معلومې نه دي چې چیرته تللې دي. د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ له څيړونکي پلاوي سره په دې اړه هیڅ جزیات نه دي شریک کړي خو په راپور کې ویل شوي چې د تفتیش هیئت ورته ۵۹ مکتوبونه استولي او له هغې یې یوازې ۳۲ مکتوب ته ځواب ورکړی خو هغه یې هم له ځان سره ساتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب الله دانش هم وایې چې دغه څيړنې ددې وزارت د تفتیش ریاست له خوا شوې خو وایې چې یادې څيړنې لاهم نه دي کافي او په دې اړه باید ډيرې څيړنې وشي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې ویاند عبدالقهار فرخ سیر د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو په برخه کې فساد مني او وایې خپلې موندنې یې له ولسمشر سره شریکې کړې څو یاده قضیه د عدلي او قضایې مرکز له لوري وڅيړل شي خو د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر سید اکرام افضلی وایې د څار او حساب ورکولو په برخه کې د شفافیت نشتوالی ددې لامل شوی چې فساد ته لاره پرانستل شي. شاید دا په امنیتي ادارو کې د فساد وړه بیلګه وي خو تل شکایتونه له دې دي چې د جګړې په ډګر کې سرتیرو ته د هغوی معاشونه او خوراکي مواد نه رسيږي، چې دې کار هم ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.