چین امریکا په افغانستان کې د خپلې پانګونې ستر مانع ګڼي

 د افغانستان د مالي وزیر اکلیل احمد حکیمي د چین د هاینان په ښکلې جزیره کې د بوا آو د روان فورم کې له چینايي ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، افغانستان د یو لار یو کمربند د پروژې په برخه کې د چین پانګونې ته هرکلی وايي. دغه پروژه هغه څه دي‌چې په افغانستان کې د اوږده ناورین وروستو یو څه د هیلو د راټوکېدو زیری ورکوي. وزیر اکلیل احمد حکیمي د مرکې په دوران کې زیاته کړه چې په افغانستان کې ډېر پټ قوت او استعداد شته دی. هغه د خبرو په دوران کې د میس عینک او په شمال کې د تیلو د استخراج په برخه کې د چینايي پانګونې څخه هم یادونه وکړه چې هلته کار روان دی. ښاغلي وزیر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د چین ډېر منندويه دي چې په ډېرو برخو کې يي‌له افغانستان سره مرسته کړی ده په ځانګړي ډول د اوبو او د ارزانه هستوګنځیو په جوړولو کې. د چین پرمختیايي بانک (سي بي ډي) چې د یو لار یو کمربند په پروژه کې مخکښ پانګوال بانک دی، په فکر کې لري چې ۸۹۰ بیلین ډالره به په ۹۰۰ مختلفو پروژو کې پانګونه وکړي. د دې ترڅنګ چین د یو لار یو کمربند په پروژه کې د څلوېښت بیلینه ډالرو نوره اضافي پانګونې هم اعلان کړی دی. د دغه پروژو لویه برخه به په شپېتو مختلفو هېوادونو کې مصرف کېږي چې یو له هغو هېوادونو څخه افغانستان هم دی. له بله پلوه که مونږ د یو لار یو کمربند پروژې په برخه کې پانګونې ته وګورو نو تر دې دمه افغانستان کې هېڅ پانګونه نه ده شوې او نه هم هغومره ورته پاملرنه کېږي چې څومره په سټرټیجیک ځای کې دغه هېواد موقعیت لري. د یو خبر مطابق د یو لار یو کمربند په برخه کې چین په پام کې لري چې ۹۰ میلینه ډالره پانګونه په افغانستان کې وکړي، کچېرې دغه پانګونې ته په غور سره فکر وشي نو دا پانګونه هېڅ هم نه ده. د یو لار یو کمربند او یا هم په نورو برخو کې د چین د نه پانګونې څو مهم اړخونه دي. ډېری شننونکي په دې اند دي چې تر هغه چې امریکا او ناټو په افغانستان کې حضور لري نو چین به کله هم دغه هېواد ته زړه ښه نه کړي، بلکه یواځې د نړۍ د خولې د بندولو په لپاره به دلته دومره پانګونه کوي چې څوک ورته ګوته ونه نیسي. له بلې خوا بیا یو شمېر داسې شننونکي هم شته چې هغوي مطلق په دې اند دي‌چې چین بیخي ډېر غواړي چې په افغانستان کې هر ډول پانګونه وکړي او په ځانګړي ډول د یو لار یو کمربند د پروژې په برخه کې مګر دا چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور لري نو امریکا به همېش د چین اقتصادي ګټو ته سردرد جوړوي او پرې به نه ږدي چې چین ورڅخه ګټه پورته کړي. شنونکي همدارنګه زیاتوي‌چې د افغانستان جنوبي برخې لکه څنګه چې له اول سره نامنه وې مګر په دې وروستېو کې د افغانستان شمال برخو نامني هغه څه ده چې په مرکزي اسیا کې چینايي پانګونه له خطر سره مخامخوي. او دا هغه څه دي چې چین نه غواړي له امریکا او د امریکا له لویدیځو دوستانو سره يي‌ټکر رامینځته نشي. یو څه موده وړاندې چین افغانستان ته د یو لار یو کمربند په برخه کې د مالونو د لېږد رالېږد په موخه ټرین سرویس شروع کړو چې هغه هم اوس درېدلی دی او له یو لړ ستونزو سره مخ شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.