د پکتیکا وکیلان یو پربل شاهدي وايي، چې تحصيلي اسناد یې جعلي دي

د پکتیکا ولایتي شوراد پکتیکا ولایتي شورا وکیلانو د یو بل پرضد د جعلي تعليمي اسنادو د نشتوالي راز رسوا کړی او اوس یې مسله تر څارنوالۍ رسېدلې ده. کله چې د ولایتي شورا وکیلان په خپل منځ کې د اداري پلاوي یا مشر، مرستیال او منشي د ټاکنو پرسر بدمرغ شول نو د اسنادو د جعل له رازه پرده پورته شوه.

په دغو کسانو کې چې ددولسم ټولګي اسناد نلري، د ولایتي شورا د مرستیال نعمت الله بابرزي، دیانا صاحبزۍ، پخوانی منشي عزیز، د ولایتي شورا پخوانی ریس عبدالمبین فقیز زاده او اوسنۍ منشي حنیفه کټوازۍ نومونه په ډاګه شوي دي.

د وروستیو اداري ټاکنو په ترڅ کې هغه ډله چې بریالۍ نشوه څارنوالۍ ته یې رسمي‌ شکایت وکړ چې د شورا د نوي منشي حنیفې کټوازۍ تعلیمي اسناد جعلي دي. په غبرګون کې حنیفې کټوازۍ څارنوالۍ ته ټوله هغه دوسیه د یوې عریضې په ترڅ کې سپارلې چې د پاتې څلورو وکیلانو نعمت الله بابرزي، دیانا صاحبزۍ، عزیز او عبدالمبین فقیر زاده تعليمي اسناد هم جعلي دي او پر پوهنه ریاست د فشار راوړلو په ترڅ کې جوړ کړل شوي دي.

د پوهنې وزارت یوه سرچينه هم تاييدوي، چې دغو وکیلانو په یاد ریاست کارکوونکو او حتی ریاست فشار راوړی، چې جعلي تعليمي اسناد ورته جوړ کړي. دغه سرچينه ادعا کوي، چې وکیلانو په تیره دوره کې او بیا د نوې دورې په پیل کې ریاست ګواښلی چې که اسناد ورنکړي نو دوی به یې د اداري فساد او نورو دوسیو په سبب پرضد غږ راپورته کړي.

د ولایتي شورا یو غړی وايي، د حنیفې کټوازۍ له عریضې وروسته څارنوالۍ ته شکایت کوونکي وکیلان بیرته له خپل شکایت راپرشا شوي او اوس یې حنیفې ته ویلي، چې خپله عریضه بیرته واخلي. د وکیلانو په باور که د تعلیمي اسنادو دومره په لوړه کچه درغلي رسوا شوي د اکثرو وکیلانو وکالت به صلب شي، نو دوی غوره ګڼلې چې وروستۍ اداري ټاکنې ومني او له په وروستۍ رسوايۍ پرده وغوړوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.