طالب څنګه کباړ او ناکاره پرزه شو او په پاکستان تاوان شول؟

طالبانزمونږ دوستانو، ملګرو او همکارانو به یو وخت تل ماته قیصي کولي چې کله د دوئ کډې کورونه له پاکستانه بیرته افغانستان ته راتلل نو تر ټولو ستونزمن کار به د کور د سامانونو پورته کول ښکته کول و. لاریو کې بارول او بیا بیرته ښکته کول او تر هغه هم بده دا چې د جنس تر اصلي قیمت به کرایه زیاته پري راتله. نو د حل غوره لار به دا وه چې خلکو به اکثره د کور استعمال شوي او بي ارزښته څیزونه نیلام کړل او د کباړ په وال به یې د نیلام په بیه خرڅول. مثلاً د لسو زرو جنس به یې د کباړ په وال په دوه زره هم خرڅول تر څو ځان تري خلاص کړي او د لیږد له سردرده یې بیغمه شي.

چې له اصلي خبري لیري ولاړ نشو، خبره د طالب د کباړ کیدو ده. طالب د پاکستان لخوا له مجاهدینو او تظیمي مشرانو وروسته دا تیر شل کاله د نیابتي جګړي او افغان وژني لپاره لکه د قطعو رنګ داسي وکارول شول. د طالب په واسطه یې افغان سرتیري شهیدان کړل، مساجد یې پري والوزول، لنګوټي یې پري بدنامه کړي، جهاد، دین مشاهر او مقدسات یې پري توهین کړل. عجیبه داده چې دا ټول کارونه طالب د دین په ضد مګر ددین او شریعت تر نامه لاندي کول. عوام پوهنه نه وه، له طالب او ملا سره  د دلیل څوک نه و چې ورسره سپینه کړې چې دا ولي هرڅه په دې ډول روان دې.

د پاکستان لخوا د دومره وخت لپاره د طالب د استعمال یو بل ستر دلیل داو چې د سیمي هیوادونو ځانونه یو له بل څخه جلا بلل، یو د بل په ګټو او تاوانونو یې ځانونه شریک نه بلل، د هیوادونو د نښلولو فکر یې نه کول او تر ټولو مهم دلیل دا و چې د افغانستان ټولو نږدې او لري ګاونډیو دا سوچ کول چې طالب، تروریزم او دا جګړه د افغانستان ستونزه ده، له افغانستان څخه بهر نه راوزي او زمونږ هیوادونو او خلکو ته یې هیڅ خطر نشته.

ځکه نو پاکستان د طالب جوړوني، کاروني په دې دوامداره پروسه کې تر ډیره بریالی هم و. مګر له یو څه وخت را پدیخوا خبره بدله شوه.

څنګه؟

یو خو دا چې په اوس حالاتو او وخت کې د سیمي هیوادونه ځانونه له بل سره د سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي اړیکو په خاطر تړلي بولي او تر یواځيتوب ورته ګډ تجارت او دوامداره اقتصادي اړیکي لومړیتوب دې. نن د یوه هیواد سوکالي او پرمختګ بل ګاونډې ته د تاوان په ځای ګټه دی بلکی یو اساسي ضرورت دی، او له ودې سره یې خپل هیواد هم وده کوي. نن طالب او تروریزم تر افغانستان ور ها خوا په یوه سیمیز او پراخ سیمه ایز امنیتي خطر بدل شوی او د سیمي ټول هیوادونه هغه که د افغانستان نږدي او لیري ګاونډیان او نور هیوادونه دې ځان له طالب، القاعدې، او د تروریزم له نوي ورژن داعش څخه په خطر کې بولي.

پاکستانی تولید طالب نور چین ته د زغملو ندی ځکه چین خپل هیواد، خلک او اقتصاد ته تري خطر ګوري. چین په افغانستان کې اقتصادي ګټي لري او د طالب شتون هغه ګټي ګواښي. ترکمنستان، ازربایجان، هند، ایران، روسیه او نور ټول لیري او نږدي ګاونډیان په همدې ډول د طالب، او بلي هري تروریستي ډلي د رامنځته کولو، روزلو او شتون مخالف دي.

بله مهمه خبره داده چې نن د افغان ولس عامه پوهاوی او ذهنیت د طالب په ضد، د پاکستان په ضد او د ترویزم په وړاندي ډیر بدل شوی. ولس د خپلي اردو او امنیتي ځواکونو قاتلان پیژندلي. د ترویزم روزن ځایونه او مرکزونه ورته معلوم دې. ځکه نو نن د پاکستان دغه طالبي نسخه نوره نه چلیږي.

یوه کراچۍ میشتي طالب یو کال مخکې د یوه انتحار شوي طالب له تصویر سره لیکلي و چې:

“مجاهده، ته خو ولاړي شهید شوي خو تا په ځان پسي د فدایانو او مجاهدینو په لسګونو زرمجاهدینو او فدایانو لښکري تر شا پریښودي.”

  • هغه فدایان څوک و؟
  • هغه د طالب په زرګونو لښکر څوک و؟

 

خو همدا خلک وو چې له پاکستاني مدرسو او ترهګرتونونو راځي او د افغان ملي امنیتي سرتیرو په وړاندي جنګیږي او د افغان له وژلو څخه خوند اخلي او دغه عوام او افغان وژني ته د جهاد نوم ورکوي. دوه ورځي مخکې همهغه مشهور طالب خپلو طالب مخاطبینو ته لیکلي و چې:

“دا جهاد نه بلکې د ابلیس تلبیس دی. ورور وژنه او مسلمان وژنه یې موږ ته تر پام را ښه کړي ده. ځانونه یې راته پرهيزګاره پشیان راپيژندلي دي. جګړه يې راته رومانيزه کړې ده، په شا مو ټپوي او راته وايي نن دی که سبا دی، وطن ټوله ستا دی…!د خدای لپاره جګړه د خدای د دښمن پر خلاف جګړه وي نه د خپل ورور پر خلاف…!”

دا هغه خبري دې چې د طالب ننی حیثیت، مؤقف په پوره ډول تشریح کوي. سړی داسي هم فکر کوي چې لکه چې طالب هم پوه شوی چې لکه تشناب کاغذ داسي استعمال شول. دا ښکاره ښيې چې طالب هم پرځان پوه شوی چې څه چې دوئ کوي هغه بنجابی ماډل جهاد دی د خدای د دین او د کلمي د ګټلو او خپرولو جهاد ندی.

یعني له دغه پاکستاني تولید (ترویزم او طالب) سره تر اوسه فقط افغانان په جګړه کې بوخت ول، تر اوسه دا تهدید فقط افغانانو ته متوجي و، تر اوسه په دې جګړه کې فقط افغانان وژل کیدل خو اوس یې چینایان، هندوان، د ترکمنستان، روسیې او ازربایجان خلک هم ځانته خطر بولي.

ولسمشر غني په دې وتوانیدل چې د منطقي هیوادونه له دغه ستر خطره خبر کړې. او په دې اړه د هغوئ د همکاریو او په پاکستان د فشار واردولو موافقه واخلي. ځکه نو اوس پاکستان د سیمه ایز او نړیوال فشار په زور دې ته غاړه ایښي چې طالب سازي به بندوي. او شته طالبان به یا سوله کوي او له دولت سره به یوځای کیږي او یا به یې د کباړ په بیه خرڅوي او یا به هم وژل کیږي.

همدا دلیل و چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي و چې دوئ داعش روسیې ته خطر بولي او شاید د داعش د ځپلو لپاره له طالب جنګیالیو سره لاس یو کړي. یعني روسیه غواړي د یوي تروریستي ډلي د ځپلو لپاره له بلي تروریستي ډلي څخه د افزار په توګه کار واخلي.

طالب اوس له ولسي نفرت سره مخ دی، له منطقوي مقاومت سره مخ دی، او طالب پروره پاکستان اوس د سیمي، او نړئ د ټولو هیوادونو او افغان دولت له جدي سیاسي برخورد او فشار سره مخ دی. پاکستان به د طالب او د سیمي او نړیوالو تر منځ انتخاب کوې. او معلومه خبره ده چې د پاکستان انتخاب به ګاونډیان، نړیوال او له هغوئ سره اړیکي وي او طالب به د کباړ په بیه د بیکاره پرزي په توګه له منځه وړي. طالب باید د خپل ځان د تثبیت لپاره لاس پکار شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.