د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې ښځه مړه شوه

دنړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرو نکې ښځه د ۱۱۷ کاله عمر وروسته مړه شوه، دغه بوډی اېما مورانو نو مېده چې د دوو نړیوالو جګړو شاهده وه. نوموړې د ۱۸۹۹ کال نومبر میاشتې پر ۲۹مه، د ایټالیا پیډمونټ سیمه کې زیږېدلې وه. دې ۷ خویندې او یو مشر ورور درلود، چې ټول تر دې مخکې مړه شوي وو.

نوموړې د ایټالیا په شمال وربانیا کې او سیدله او په خپل کور کې مړه شوه. د دریو پېړیو (۱۹مې، ۲۰مې او ۲۱مې) مورانو  ویلي میړه یې بد عمله سړی وو او دا یې د واده کولو له پاره ګواښلې وه. دا ښځه پخپل ۱۱۷کلن ژوند کې په بریتانیا کې د ۹۰ حکومتونو د راتلو شاهده وه. د اغلې مورانو مور د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوې وه او ځینو خویندو یې هم سلیزه پوره کړې وه.

مورانو پخپل څه باندې ۹۰ کلن عمر کې هره ورځ درې هګۍ خوړلې، چې دوې به یې خامې خوړلې. دا وايي دا خواړه یې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ډاکټر د هغې سپارښتنې پربنسټ پیل کړل، چې ویل یې ګني کمخوني لري. په وروستیو کې د هغې خواړه په ورځ کې یوازې دوې هګۍ او څو پیسکوټه وو.

د هغې د ۲۷ کلونو ډاکټر کارلو باوا اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، دې به ډېر کم سبزیجات او مېوه خوړله:

”کله مې چې ولیده، هره ورځ به یې درې هګۍ خوړلې، دوې به یې ګهیځ خامې خوړلې او یوه په غوړو کې له غرمې وروسته، او ماښام به یې چرګ خوراک و. ”

مورانو په ۱۹۳۸ کال، یو کال وروسته له هغې چې د شپږو میاشتو زوی یې ومړ له خپله مېړه نه د بېلتانه پرېکړه وکړه. دا وايي، له مېړه سره یې هېڅ خوشحاله نه وه؛ ځکه پر هغه زلمي مینه وه، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال وژل شوی و او له بل چا سره یې واده کولو ته هېڅ لېوالتیا نه وه. خو هغې ”لا سټمپا” ورځپاڼې ته ویلي، ”میړه مې راته وویل: که نېکبخته یې، نو له ما سره واده وکړه، که نه وژنم دې. زه ۲۶ کلنه وم چې واده مې ورسره وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.