د وظیفوي‌ مرکې د پای حتمي پوښتنې

وظیفوي‌ مرکېپه یاد ولرئ، چې وظیفوي مرکه یوې دوه طرفه کوڅې ته ورته ده: تاسې باید له مرکه کوونکی څخه داسې پوښتنې وکړئ، لکه هغوی یې چې له تاسو څخه کوي، ترڅو د دواړو قناعت وشي، چې تاسې د وظیفې لپاره او موسسه د تاسو لپاره مناسب ځای دی.

کله چې تاسې ته وخت درکړل شو او درته وویل شول، «که پوښتنه لرئ، نو مهرباني و یې وپوښتئ»؛ تاسې باید له دغه وخت څخه سمه ګټه پورته کړئ. په دې وخت کې تاسې باید نه یوازې دا څرګنده کړئ، چې په دغې موسسه کې کار کول ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي، بلکې فدفونه مو د دوی له کار سره موازي او برابرې دي.

د مېرمنو لپاره د کار موندنې د وېب پاڼې (د کوم کار لپاره؟) اجرایوي رییسه، ټېري هاکېټ، وایي، «د پوښتنو بهیر د مرکې ډینامیک او د استخدام د مدیر انګیرنه په بشپړه توګه بدلوي؛ پوښتنې کول همدارنګه تاسو ته فرصت درکوي، چې د پام وړ وظیفې اړوند ډېر جزییات لاسته راوړي».

د ټالېنټ زو مشر، امی هو وېر، وایي د پوښتنو د برابرولو لپاره تل یو بل لامل هم شته، « له تاسې څخه د پوښتنو کولو تمه کیږي، که لږ تر لږه دوې پوښتنې و نه کړئ، تاسې بې علاقې ښکارئ؛ یا آن تردې چې د استخدام د مدیر په اند ناپوه او ټنبل معلومیږئ».

تاسې باید لږ تر لږه د ځان سره څلور پوښتنې ولرئ که څه هم ښايي د مرکې پر مهال مو دوې پوښتنې همداسې بې ځوابه پاتې شي. هو وېر دغه راز زیاتوي، پوښتنې یوازې ددې لپاره مه کوئ، چې تاسې باید چوپ پاتې نشئ، پوره فکر وکړئ او د داسې شیانو په باب پوښتنې وکړئ، چې واقعاً د هغې په باب پوهېدل غواړئ.

نوموړې څرګندوي، «ستاسو پوښتنې په واقیعت کې کولی شي وظیفوي مرکه جوړه او یا هم خرابه کړي: که تاسې داسې پوښتنې وکړئ، چې د زیات فکر محصول نه وي او یا دداسې شي په اړه پوښتنه وکړئ، چې مخکې پرې خبرې شوې وي، نو تر مرسته به یې تاوان ډېر وي؛ نو د ښو او په زړه پورو پوښتنو کول یوه اهمه خبره ده».

لاندې هغه ۱۵ پوښتنې دي، چې تاسو یې د یوې وظیفوي مرکې لپاره په پام کې نیولی شئ؛ که چېرته مخکې ور باندې خبرې نه وې شوې، دا پوښتنې کولی شي تاسو ته د کمپنۍ او په هغه کې ستاسو د رول په باب ښه معلومات در کړي او د راتلونکو پړاوونو لپاره مو ښه چمتو کړي.

  • ۱. څه فکر کوئ ددغې پوزشین (وظیفې) لپاره به مناسب نوماند (کاندید) څرنګه سړی وي او ما له هغوی سره څنګه پرتله کوئ؟
  • ۲. پخوا په دې پوزشن چا کار کاوه؟ او ولې یې دا وظیفه پرېښوده؟
  • ۳. له دغې موسسې سره په کار کولو کې تاسو څه شی ډېر خوښوئ؟
  • ۴. د کامیابۍ په صورت کې، کېدای شي تاسې لومړئ ورځ راسره دفتر ته لاړ شئ؟
  • ۵. تاسو دلته بریا (د یو چا ښه کار) څنګه ارزوئ؟
  • ۶. ددغې موسسې فرهنګ به راته څنګه واضح کړئ؟
  • ۷. کولی شم د مرکې پر مهال له نورو کارکوونکو/ له خپل آمر سره د لیدنې فرصت ولرم؟
  • ۸. کولی شئ راته ووایئ د وظیفې تر لاسه کولو پورې باید کوم مراحل طی کړل شي؟
  • ۹. ستاسو موسسه د خپلو نورو سیالو موسسو په پرتله کومې ښېګنې لري؟
  • ۱۰. آیا له کوم بل چاسره زما د لیدنې اړتیا شته؟ / آیا غواړئ چې له کوم بل چاسره هم لیدنه وکړم؟
  • ۱۱. آیا داسې کوم شی پاتې دي، چې ما نه دي ویلي او تاسې فکر کوئ مهم دي او تاسې باید پرې پوه شئ؟
  • ۱۲. آیا داسې کوم شی شته، چې زه یې باید تاسې ته په اړه معلومات درکړم او له تاسې سره په تصمیم نیولو کې مرسته کړی شي؟
  • ۱۳. څنګه تاسې ته وښیم، چې زه ددغې وظیفې لپاره یو مناسب کس یم؟
  • ۱۴. تر هارډ (کلکو) مهارتونو ور هاخوا، چې ددغې وظیفې د ترسره کولو لپاره اړین دی، نور کوم سافت (نرم) مهارتونه اړین دي، چې ددې وظیفې د ترسره کولو لپاره ډېر مهم دي؟
  • ۱۵. څه وخت پرېکړه کوئ او څه وخت موږ ته احوال راکوئ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.