نابغه کسان دری ځانګړنتیاوې لري – آیا تاسې یې لرئ؟

 لومړۍ ځانګړتیا: د تمرکز کولو ځانګړی استعداد لري

نابغه ټول نابغه کسان د تمرکز کولو یوه داسې وړتیا لري، چې کولی شي یوازې پر یوې پوښتنې، یوې ستونزې یا یوې موخې باندې تمرکز وکړي او له ټولو هغه شیانو څخه ځان وساتي، چې د دوی ذهن مغشوش او بې ځایه کوي.

هر څومره چې تاسې خپل فکر او پام پر یوې ځانګړي شي باندې متمرکز کړئ، هغومره د هغې ستونزې یا موخې په اړه ذهناً او فکراً د موضوع تل ته کوزیږئ، او همدومره امکان کیږي چې په ذهن کې به د هغې ستونزې د حل یا هدف ته د رسیدګۍ لپاره یو ډول نويې نظریې ایجاد کړئ. ښه خبر بیا دا دی، چې تمرکز د تمرکز کولو له تمرینولو څخه هغه وخت رامنځته کېدای شي، کله چې تاسې غواړئ یو کار ترسره کړئ.

د تمرکز ددغه عادت د پیاوړي کولو لپاره یوه غوره لار داده، چې خپله ستونزه یا موخه واضح تعریف او د کاغذ پر یوه ټوټه باندې یې ولیکئ؛  وروسته ټول هغه جزییات ورسره ولیکئ، چې فکر کوئ تر هغې ستونزې یا موخې پورې تړاو لري. د کاغذ پرمخ ټول واقیعتونه، عددونه او اړوند معلومات راټول کړئ. هر څومره چې زیات شیان ولیکئ، هغومره ددې امکان زیاتیږي، چې د هغې ستونزې چې تاسې ورسره لاس او ګرېوان یې، یوه حل لاره را پیدا شئ.

 

دویمه ځانګړنه: د ستونزو د حل لپاره عجیب مهارتونه لري

د نابغه کسانو دویمه ځانګړتیا دا ده، چې د ستونزو د حل لپاره (تر توقع لوړ) مهارتونه لري او د ستونزو د حل لپاره له یوې منظمې او سیستماتیکې لارې څخه کار اخلي. معمولاً خپلې ستونزې مخکې له مخکې د یوه کاغذ پرمخ روښانه لیکي. په ۵۰ سلنه مواردو کې د ستونزې دقیق تعریف د هغې حل کیدای شي. ډیری وخت هغه ستونزه یا ستونزې چې تاسې ورڅخه کړیږي له دې امله دي، چې تاسې یې په اړه سم فکر نه دی کړئ او تعریف کړې مو نه دي، چې دا ستونزې څه شی دی.

ګڼ شمېر کسان، چې له ژوند څخه خوښ نه دي، هېڅ هدف نلري؛ یوازې کم فکر کول او د خپلو اهدافو یو لېست برابرول کولی شي، په بشپړه توګه ستاسې لید لوری بدل کړي. کله مو چې د خپلو موخو لېست برابر کړ، د لومړیتوبونو پر اساس یې ترتیب کړئ، وروسته د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره لیکلي پلانونو جوړ کړئ، په ذهن کې به مو داسې نظریې راپیدا شي، چې تاسې خپلوموخو ته ورباندې رسېدای شي. منفي حالت او بدبینۍ به مو له ذهن څخه ورکې شي؛ ښايي دغه وخت یوه زیاته اندازه انرژي او علاقه (مینه) تجربه کړئ او فکر وکړئ، چې د هغه لیکل شویو شیانو د سرته رسولو لپاره سمدلاسه لاس په کار شئ.

په منظمه توګه د ستونزو د حل یا موخو ته د رسېدو یوه مهمه برخه دا ده، چې خپل معلومات دقیق او موثق کړئ. جوش بیلینګز ټوکې لیکونکی لیکي، «هغه څه چې یو انسان غمجن کوي، هغه نه دی، چې انسان یې په اړه فکر کوي؛ هغه څه چې د ده په فکر کې دي، ناسم دي».

ستاسو په ژوند کې ګڼ شمېر داسې شیان دي، چې تاسې فکر کوئ، پرې «پوهیږئ»؛ خو دا سمه نه ده. د خپل نوښت او خلاقیت د ترتیبولو تر ټولو غوره لار دا ده، چې خپل معلومات، واقعیتونه او اندونه څو ځلې په پوره پاملرنه سره وګورئ او ځان باوري کړئ، چې موثق او دقیق دي.

 

درېیمه ځانګړتیا: خلاص ذهنونه لري

د نابغه کسانو درېیمه ځانګړتیا دا ده، چې خلاص ذهنونه لري؛ کنجکاو، دوستانه او آن شوخ طبیعته وي. دوی په آسانۍ سره د یوې موضوع پایلې/ ختمولو ته نه ټوپ کوي او نه هم د خپلو فکرونو تارونه زر شلوي. دوی په دوامداره توګه پوښتنې ګروږنې کوي، په ځانګړې توګه، «څه فکر کوئ، که داسې وکړو؟»

د «څه فکر کوئ، که داسې وکړو؟» پوښتنې د پیاوړي کېدونکي او منظم کېدونکی خلاقیت یوه نښه ده. د بېلګې په توګه، څه فکر کوئ، که ټول هغه کارونه چې تاسې یې د یوې ستونزې د حل یا موخې ته رسیدو لپاره ترسره کوئ، غلط وي؟ څه فکر کوئ، که یوه بله ښه لاره هم وي؟ څه فکر کوئ، که تاسې د ناسمو معلوماتو یا غلطو انګېرونو پر بنسټ روان وئ؟ څه فکر کوئ، هغه څه چې تاسې یې د سرته رسولو هڅه کوئ، په بشپړه توګه ناشوني وي او له همدې امله تاسې له دې ستونزو سره مخ وئ.

زه ډېر داسې کسان پېژنم، چې یو خت یې ډېرې خرابې دندې لرلې؛ دوی به تل د خپلو دندو د ښه والي لپاره فکر کاوه؛ په پایله کې دوی پوه شول، چې د دوی آمر تل منفي وو، په کمپنۍ کې یې تل کاغذ پرانۍ روانې وې او د دوی د کار بازار هم بې خونده وو؛ نو ددې پرځای چې د همدې دندو د ښه والي لپاره کار وکړي، دندې یې تبدیلې کړې، هم خوشحاله شول او هم یې ښې تنخواه ګانې واخیستې.

آیا دا ځانګړتیاوې په تاسو کې شته؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.