نوې څېړنه: اوونۍ کې یو ځل جنسي اړیکه ټینګول خوښي دربخښي

د یوې نوې څېړنې پر بنسټ هغه جوړې چې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل جنسي اړیکه ټینګوي ورځ تر بلې خوښي محسوسوي. لېکن، په اوونۍ کې د اړیکې ټینګولو ډېر تکرار دا خوښي نه زیاتوي او برعکس د جنسي اړیکې پر کیفیت منفي اغېز شیندي.

 جنسي اړیکه ټینګولدا څېړنه د (تورنټو میسیساګا) پوهنتون په کاناډا کې تر سره کړې. اېمي میوس، د دې څېړنې اصلي محقق وايي که څه هم د جنسي اړیکې ډېر تکرار له ډېرې خوشالۍ سره باید تړاو ولري خو جالبه دا ده چې په اوونۍ کې تر یو ځل ډېره جنسي اړیکه لرل د پام وړ خوښي نه بخښي.

هغه افراد چې په میاشت کې یې یو ځل جنسي اړیکه لرلې، تر هغو خلکو کم خوښ ول چې په اوونۍ کې یو ځل سکس کوي. د دې تحقیق پایلې د ټولنیزې روانپوهنې او شخصیتي علومو په ژورنال کې خپرې شوې دي.

د ګارډین د یو راپور پر بنسټ، د دې څېړنې محققان نه دي توانېدلي دا ومومي چې ولې د جنسي اړیکو په ډېر تکرار کې خوښي نه زیاتېږي او هغه خلک ډېر خوشاله وي چې اوونۍ کې یوازې یو ځل جنسي اړیکه ټینګوي. دا څېړنه په هغو خلکو ترسره شوې چې په وار له مخې اړیکه کې ول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.