څه شی د انسان په وجود کې زهر خنثا کولای شي؟

د سرکې له ګټو خبر شئ سرکه په پخلي کې يو ډول مهمه او اړينه مساله ده،خو له پخلي پرته د ناروغيو درملنه کې د ښکلا او د سينګار برخه کې کارول کيږي او نن سبا دې برخه کې د پراخ استعمال وړ ده،د سرکې د کارولو تاريخ لرغونی دی او د ځينو په اند لس زره کلن تاريخ لري،سرکه د مالګې په شان يو ډول لرغونې مساله ده چې په اخلي پخلي او د خوړو د خوند په ښه کولو کې د کارونې اوږد تاريخ لري سرکه د وينې د جريان،د زهري موادو د له منځه وړلو او د اشتها د زياتوالي قابليت لري،د معاصر طب له نظره سرکه د وينې د رګونو د نرمولو،د فشار د ټيټولو او د شريانونو د تصلب او کلکوالي د مخنيوي نه پرته د چاغوالي او د وزن کموالي،د بڼې د ښکلا،دسرطان د مخنيوي او د ميکروب وژنې مهمې ځانګړنګړتياوې او ښېګڼې لري په فرانسه،ايټاليا،پرتګال او هسپانيا کې د انګورو له اوبو سرکه جوړيږي او په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې سرکه د اروپايانو د سفر پر مهال اړين توکی بلل کيده او د اوبو څښلو په وخت کې به يې څو څاڅکيه سرکه په اوبو کې اچوله او سپوره ډوډۍ به يې سرکې کې تر ميده کولو او لندولو وروسته خوړله،امريکايان هم د سرکې خوړلو عادت لري،په امريکا کې د دومنت په نامه يو کلی دی چې ډېر داسې سپين ږيري او سپين سرې لري چې عمرونه يې له سلو کالونو اوښتي دي،د پلټنې له مخې د سرکې خوړل د دغه کلي د اوسېدونکو عادت دی،دوی د سردردۍ د لرې کولو،د وينې فشار د ټيټولو،د زخم مينځلو او پټۍ ايښودلو،د روماتېزم او پښتورګي د درملنې لپاره له سرکې ګټه اخلي،په لرغوني يونان کې هم خلکو د سرکې خوړلو عادت درلود،مشهور يوناني طبيب چې سيباکولاديس نوميد،ويل،هګۍ چې په سرکه کې جيشتې شي د تنفسي ناروغيو،هاري ناروغيو او خارښ د درملنې لپاره اغېزمن او ګټور درمل دي د مالوماتو له مخې په امريکا کې هر تن هر کال شپږ نيم لېتره سرکه د خوراکونو په ترڅ کې خوري او په جاپان کې د غه شمېره اووه اعشاريه نهه لېتره ده،که څه هم سرکه ښه غذايي ارزښت او ښېګڼې لري،د ځينو ناروغيو د علاج لپاره ګټوره ماده ده خو له حد زيات د سرکې خوړل د روغتيا لپاره ګټه نه بلکې تاوان لري،ورځنۍ مناسبه اندازه يې له شلو څخه تر څلويښتو ميلي ګرامو ده،سرکه زياتې ښېګڼې لري د بېلګې په توګه: سرکه او اوږه د اسهال،د سوزک درملنې د کولمو د التهاب له منځه وړلو،د غاښونو سپينوالي لپاره ډېره ګټه لري،دغه راز که د شکر ناروغ د دوه چرګانو داسې ښوروا جوړه او وچښي چې په دوه سوه پنځوس ميلي لېتره سرکه او زر ميلي لېتره اوبو کې جوړه شوي وي څه موده وچښي د ناروغۍ په حالت کې به يې په زړه پورې ښه والی راشي. د پخلي پر مهال څو څاڅکي سرکې په اچولو سره په خوراک کې د ويټامينونو کېمياوي ترکيب ثبات ساتل کيږي،دغه راز سرکه د تېز او بد بوی د له منځه وړلو او يا کمولو د خوړو خوند په ښه والي خوږوالي کې ځانګړی رول لري بله ګټه يي د غوښې،لوبيا،نخودو،کچالو د پخلي په ژر پخولو کې مرسته کوي که تازه کب او غوښه په داسې يو ټوکر کې تاو شي چې په سرکه کې لوند شوی وي،يوه شپه او ورځ ښه ساتل کيدای شي،که تازه کب سرکه کې اخته شي کب نه خرابيږي، نو کوښښ وکړئ چې له سرکې مناسبه ګټه واخلئ .

Leave a Reply

Your email address will not be published.