۱۷ هغې پوښتنې، چې د مرکې په پای کې باید ترې ډډه وشي

انټرويود ندې لپاره د مرکې پر مهال، مرکه کوونکي ښايي تاسې ته یو فرصت درکړي او درته ووایې: «که له ما څخه څه پوښتنه لرئ، مهرباني؟».

تاسې باید له دغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړئ، مرکه کوونکي ته دا څرګنده کړئ، چې له پوره چمتوالي سره راغلي یاست او د پام وړ دندې لپاره بالکل مناسب کس یئ.

خو ډېر پام مو وي، چې د پوښتنې کولو پر مهال، خپلو پوښتنو ته دومره متوجه وئ؛ لکه د هغوی د پوښتنو د ځواب ورکولو پر مهال چې وئ، ځکه چې ستاسې پوښتنې د کمپنۍ په باب ستاسو د معلوماتو، د کاري اصولو، مسلک او له پام وړ دندې سره ستاسو د علاقې څرګندنه کوي.

امي هووېر د ټالېنټ زو کمپنۍ د مدیره هئیت مشره وایې، «په لومړۍ مرکه کې دا باوري کړئ، چې پر ځای پوښتنې وکړئ؛ د دندې او د کمپنۍ په باب وپوښتئ؛ داسې پوښتنې مه کوئ، چې مرکه کوونکي فکر وکړي، تاسې په ډله ییز (ټیمي) کار کې ونډه نشئ اخیستئ».

نوموړې زیاتوې: «د مرکې یوازینۍ موخه دا څرګندول وي، چې د تاسې د دغې کمپنۍ لپاره څومره مناسب کس یئ او کمپنۍ د تاسو لپاره څومره په زړه پورې ده. پر نور اړوندو موضوعاتو باندې باید د دندې تر وړاندیز وروسته خبرې اترې وشې».

هغې اوولس پوښتنې چې له کولو څخه یې باید د مرکې پرمهال ځکه  ډډه وشي، چې له ګټې یې تاوان ډېر دي، په لاندې توګه دي:

  • ستاسو کمپنۍ په کومو برخو کې کار کوي؟
    دا ډول پوښتنې ددې مانا لري، چې تاسې مرکې ته له چمتوالي څخه پرته راغلی یئ؛ هېڅکله د داسې موضوعاتو په باب پوښتنې مه کوئ، چې په ګوګل کې یې موندلی شئ.
  • تنخوا به مې څومره وي؟
    د پیسو خبرې وځنډوئ.
  • آیا زه باید د ورځې تر ناوخته پورې کار وکړم؟
    د دې پوښتنې مانا دا چې، «زه ټنبل یم»
  • تر استخدام وروسته، څه وخت بیا رخصت راکول کیږي؟
    تر هغې، چې دنده مو نه ده ترلاسه کړې، له دې ډول پوښتنو څخه ډډه وکړئ.
  • څه وخت به زه وکولی شم، چې ترفیع وکړم؟
    په اوسنۍ دنده باندې تمرکز وکړئ.
  • تنخوا به مې کله پورته شي؟
    له دې پوښتنې سره مرکه کوونکی ښايي فکر وکړي، چې تاسې یوازې او یوازې د پیسو په باب فکر کوئ.
  • آیا زه به دفتر ولرم؟
    آیا دا واقعاً کومه د اندښنې خبره ده؟
  • څه فکر کړئ، که مې له آمر یا نورو همکارانو سره جوړ را نشم؟
    مرکه کوونکی ښايي فکر وکړي، چې ګواګي تاسې پخوا له خپلو همکارانو سره ستونزې لرلې یا آن داسې و انګیري چې له تاسو سره کار کول ګران دي.
  • آیا زه باید د لګښت لپاره یو ګڼوڼ (اکونټ) ولرم؟
    د مرکې پر مهال ددې ډول شیانو په باب پوښتنو ته نه یوازې اړتیا نشته، بلکې ناسم پیغام او مانا لرلی شي.
  • آیا واده مو کړئ؟ بچیان لرئ؟ او داسې نور
    هېڅکله هم له مرکه کوونکي څخه د هغوی د شخصي ژوند په اړه پوښتنه مه کوئ.
  • کولی شم له تاسې نن شخصي اړیکه ونیسم؟
    مانا داچې، تاسې ۱۰۰ سلنه خپل کار ته متوجه نه یئ.
  • د دغې کمپنۍ د اجرایوي رییس په اړه مې یوه اوازه اورېدلې، آیا دا رښتیا ده؟
    هېڅکله د بېرون خبرې او اوازې د مرکې پر مهال مه مطرح کوئ؛ دا مطلقه بې سوادي او بې مسلکيتوب دی.
  • ایا له برښنالیکونو او د انټرنېټ له لګښت څخه څارنه کیږي؟
    له دې سره ښايي د ځینو داسې ځانګړو موضوعاتو په باب اندښنې راپورته شي، چې تاسې هېڅکله نه غواړئ د مرکې پر مهال ورته اشاره وکړئ.
  • آیا تاسې د یوه چا د مخکېني (بګرانډ) په باب هم پلټنه کوئ؟
    دا پوښتنه هم کولی شي، مرکه کوونکي ته شکونه ورپیدا کړي.
  • که مې په دفتر کې کار نه وي، ایا کولی شم دفتر ته نا وخته راشم او وخته لاړ شم؟
    مخکې له دې، چې په دنده وګمارل شئ، د کار پر مهال ویش باندې مه ګړیږئ.
  • زما مرکه څنګه وه؟
    مرکه کوونکی ښايي ووایي، چې که تاسې د خپلې مرکې په باب زموږ نظر (فیډبک) پوښتئ، نو تر هغې صبر وکړئ، چې منل او که نه؛ وروسته بیا د برښنالیک له لارې د خپلو تېروتنو په باب پوښتنه کول شئ.
  • د تاسې په فکر، زه کامیاب یم؟
    ددې پوښتنې مانا، چې تاسې نه غواړئ ډېر علاقه مند ښکاره شئ.
  • تر ټولو بده بیا دا ده، چې تاسې هېڅ پوښتنه و نه کړئ.
    لیکوال، ویاند او د رسنیو سلاکار، ډیبورا شېن، وایې:

«هېڅ پوښتنه نه کول، دومره بد یا خراب کار دی، لکه خرابې یا بې ځایه پوښتنې کول؛ په دې سره، مرکه کوونکی ستاسو د مکالمې/ مفاهیمې پر مهارت، شخصیت او ځان باورۍ باندې شکمن کیږي او ستاسو په اړه خراب فکر کوي».

Leave a Reply

Your email address will not be published.