د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پاکستان ته ځي
د ملي امنیت شورا دفتر مسوولینو رسنیو ته ویلي، حمدالله محب به د روانې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ، د هغه هېواد د چارواکو په رسمي بلنه اسلام آباد ته لاړ شي.
امنیت شورا وايي، د سفر هدف پر امنیت، سولې بهیر او له ترهګرۍ سره مبارزې بحث دی.
وړاندې ویل شوي و چې ولسمشر غني به پاکستان ته ځي، خو لیدل کېږي چې ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دغه سفر ته لېږي.
Leave a Reply