صالح: هغه کسان چې ټولنه روحآ زیانمنوي، له ترهګرو سره يې توپیر نشته

صالح: هغه کسان چې ټولنه روحآ زیانمنوي، له ترهګرو سره يې توپیر نشته

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح ویلي، هغه لوچکان، اوباشان، بې بندوباران، باجګیران، اختطافګر او زورواکي چې ټولنې ته روحي او رواني زیان رسوي، له ترهګرو سره يې توپیر نه کېږي.

صالح ټینګار کړی چې ددغو کسانو د نیولو لپاره باید هېڅ راز مصلحت ونه شي او هغوی چې مصلحت ته غاړه ږدي، خیانت کوي.

د نوموړي په وینا، حکومت باید هغه کسان ونیسي او زندان ته يې ولېږي چې ټولنې ته روحي شکنجه ورکوي.

امرالله صالح ویلي چې د دې کسانو ملاتړي او سر لاري هم باید ولس ته افشا او محاکمه شي.

صالح پر خلکو غږ کړی چې د وحشت خوروونکو پر ضد د امنیتي ځواکونو ټینګ ملاتړ وکړي.

امرالله صالح پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نن مخکې له غرمي د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په مختلفو جرمونو تورن حمید خراسانی ونیوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.