نبیل: تر هغه چې پاکستاني نظامیان دردر ونه ګوري، د افغانانو درد به حس نه کړي د ملي امنیت مخېني مشر رحمت الله نبیل کابل کې نننی ترهګریز برید غندلی دی. نبیل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: زمونږ یو شمېر افغان سیاسیونو له تاریخ او تجربو ګټه پورته نه کړه، خو بر عکس لاړل هلته یې د چاپلوسۍ سر ټيټ کړ. هغه ټینګار کړی که زموږ سياسيون د ارادې خاوندان وي، نو د #کابل ننني درد بايد سبا په #اسلام اباد او #کراچۍ کې حس شي. رحمت الله نبیل ویلي: يو ځل بيا په ډاګه وايم، تر هغه چې د پاکستان نظاميان درد ونه ګوري زموږ درد به حس نه کړي. نوموړي ټینګار کړی چې طالب افغانانو ته د درد رسولو وسله ده.
Leave a Reply