په عدام محکوم سیف الاسلام قذافي له بند خوشی شو

د قذافي کشر زوی سیف الاسلام چې وړاندې طرابلس کې په اعدام محکوم شوی و، له زندانه خوشی شوی دی.
د ابو بکر الصدیق کنډک په نامه ډلې پر فیسبوکپاڼې ویلي چې سیف الاسلام قذافي د جمعې په شپه خوشی شو. دغې ډلې چې سیف الاسلام په زنتان ښار کې ورسره بندي و، ویلي د نوموړي د خوشي کولو لامل د هغه بښل وو. سیف الاسلام قذافي لیبیا کې د خلکو له پاڅون پیلېدا وروسته تری تم شو، پلار یې معمر القذافي ونیول شو. نوموړی دوه کاله وړاندې طرابلس کې یوې محکمې د بشر ضد جرمونو په تور په اعدام محکوم کړی و.
سیف الاسلام د لیبیا د خلکو د پاڅون پرمهال د معمر لخوا د پاڅونوالو د ټکولو په لړ کې د خپل پلار ټینګ ملاتړی و. نوموړی د ۲۰۱۱ کال اګسټ میاشت کې چې طرابلس سقوط وکړ او د لیبیا لنډمهاله شورا واک ته ورسېده، یوه میاشت وروسته د تېښتې پرمهال ونیول شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.