چین وای د افغان سولې له پاره هر ډول مرستې ته تیار دی

چین وايي د افغان سولې له پروسې سره هر ډول مرستې ته تیار دی، یوازې افغان حکومت دې ترې وغواړي چې څه ورته وکړي.
په کابل کې د چین سفیر یاوجینګ له بي. بي. سي سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول مرستو ته تیار دی او کولی شي په دې برخه کې ډېر ګران مسایل آسان کړي.
د یاوجینګ په خبره، افغانستان په سیمه کې مهم جغرافیايي موقعیت لري نو دغه موقعیت ته په کتو ددغه هېواد ثبات د سیمې پرمختګ او ثبات لپاره خورا مهم دی. نوموړي زیاته کړې چې چین له افغانستان سره ژورې او تاریخي اړیکې لري او د یوه ښه ګاونډي په توګه د افغانستان تر څنګ ولاړ دی. د یاوجینګ په خبره، هېواد یې غواړي په ټولو سیمه ییزو پروژو کې افغانستان شریک کړي او په دې توګه د افغانستان دایمي ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي.
ده زیاته کړې، چې حکومت یې د سولې په برخه کې د افغان حکومت ډېری ستونزې حل کولی شي، خو لومړی باید دوی ووايي چې څه ته اړتیا لري او څه ورته کولی شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.