کندهار کې ۹ طالبان وژل شوي  دي

کندهار کې ۹ طالبان وژل شوي  دي

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ او د کندهار ــ ارزګان پر لویه لار ۹ طالبان وژل شوي  دي.

 

کورنیو چارو  وزارت وايي، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال، ۵ طالبان وژل شوي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه لیکلي چې د ارزګان ـ کندهار پر لویه لار هم افغان ځواکونو عملیات کړي چې هلته یې بیا ۴ طالبان وژلي  دي.

 

خبرپاڼه کاږي چې یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.